1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ازبکستان په افغانستان کې د سولي د هڅو ملاتړ کوي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبه

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف، د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د سویلي اسیا له پاره د دونالد ترمپ، د ستراتیژۍ پر ملاتړ ټينگار وکړ.

https://p.dw.com/p/2xsKC
USA Shavkat Mirziyoyev und Donald Trump
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

ترمپ په سپینه ماڼۍ کې د میرزایوف هرکلی وکړ. د سپیني ماڼۍ له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د ازبکستان ولسمشر له امریکا متحدو ایالاتو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کولو او سیمه ایز امنیت په اړه خبرې اترې وکړې.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر وویل چې هغه له میرزایوف سره له نزدي کار کړی چې پکې د تاشکند له خوا له واشنګټن څخه د وسلو رانیول هم شامل دي.

ترمپ او میرزایوف د لا ژورو اقتصادي اړیکو په اړه خبري سره وکړې، او د ازبکستان ولسمشر ژومنه وکړه چې په خپل هیواد کې به امریکایي پانګوونو ته شرایط اسانه کړي.

میرزایوف ژمنه وکړه چې هیواد به یې په افغانستان کې د سولې راتلو له پاره د هڅو ملاتړ وکړي. په بیانیه کې راغلي دي چې همدا اوس هم دواړه هیوادونه په سمه توګه د خپلې ګډې پولې ساتنه کوي.

تر دې مخکې اسلام کریموف په ۲۰۰۲م کال کې امریکا متحدو ایالاتو ته سفر کړی وو. د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو وروسته ازبکستان په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو له پاره ډیر مهم امکانات برابر کړل.

په ازبکستان کې د کریموف تر ۲۵ کلني واکمنۍ وروسته، اوس میرزایوف غواړي چې په دې هیواد کې د ریفورمونو له راوړلو سره له اداري فساد سره مبارزه وکړي او له نورو هیوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. ترمپ په دې هیواد کې د رامنځ ته شویو اصلاحاتو ستاینه وکړه او له خپل ازبکستاني سیال سره یې د همکاري د هغه تړون د بیا تازه کولو په اړه بحث وکړ چې په ۲۰۰۲م کال کې تر لاسه شوی وو.