ارګ: آلمان لیواله دی چې د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربتوب وکړي
۱۳۹۸ بهمن ۴, جمعهد آلمان د حکومت ویاند شتیفن زایبرت د تویتر په یوه پیغام کې د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل او د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د یوه انځور په شریکو سره لیکلي دي، چې صدراعظمې انګلا میرکل د افغانستان له جمهور رئیس سره په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې ملاقات وکړ.
که څه هم شتیفن زایبرت د دغه ملاقات د جزئیاتو په هکله څه نه دي لیکلي، خو د ارګ له لوري په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي دي: «په دغه کتنه کې د المان صدراعظمي د سولې په پروسه کې چې د افغانانو له لوري رهبري او افغانستان په دغه پروسه کې شامل وي، د افغان حکومت د هڅو ملاتړ اعلان کړ».
د ارګ د وینا پاڼې له مخې د آلمان حکومت لیوالتیا ښوولې چې د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب وکړي. تر دې ملاقات دمخه په آلمان کې د بین الافغاني مذاکراتو د ترسره کیدو موضوع په کابل کې د یو شمیر افغان چارواکو او سیاستوالو سره د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان د ځانګړي استازي د ملاقاتونو په ترڅ کې هم یاده شوي وه، خو په دې هکله نور هیڅ جزئیات نه وو ورکړل شوي.
د ارګ په وینا پاڼه کې دا هم راغلي دي چې د آلمان صدراعظمې افغان ولسمشر ته آلمان د راتګ بلنه هم ورکړې. زیاته شوې ده چې پر دې سربیره میرمن مېرکل له افغانستان سره د خپلو همکاریو د جاري ساتلو یادونه کړې: «مېرمن ميرکل یو ځل بیا له افغانستان سره په امنیتي برخه کې د خپل هیواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.»
د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي د خپل تویتر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې محمد اشرف غني د آلمان د دفاع وزیري انه ګریت کرمپ کرن باور، سره د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې لیدلي او دواړو لورو د امنیت او سولې د پروسې په اړه خبري کړي دي.