1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایې ټولنه د میرکل د برخليک په اړه تصميم نیسي

۱۳۹۷ تیر ۷, پنجشنبه

د اروپایې ټولنې د غړو هیوادونو حکومتي او دولتي مشران د بهرنیو سرحدونو د ساتلو او د پناه غوښتونکو بیرته ستنولو په اړه سلا مشورې کوي. د آلمان صدراعظمه په هر حال کې د سرمشریزې بریاليتوب غواړي، څو خپل حکومت باثباته کړي.

https://p.dw.com/p/30SAb
Angela Merkel EU Flaggen Brüssel
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/O.Matthys

د آلمان صدراعظمې په خپل ۱۲ نیم کلن حکومتي دوره کې لږ تر لږه د اروپایې اتحادیې په ۶۰ سرمشریزو کې ګډون کړی دی. نوموړې په اروپایې ټولنه کې یوه له سابقه لرونکو دولتي مشرانو څخه ده. خو په بروکسل کې د پنجشنبې ورځې سرمشریزه د میرکل د سیاسي ژوند په برخه کې یوه تر ټولو مهمه غونده ده.

دا کیدای شي د میرکل له پاره برخلیک ټاکونکې سرمشریزه وي. دلته تر ټولو په لومړي قدم کې د صدراعظمې په توګه د هغې د سیاسي برخلیک موضوع مطرحه ده. یوازې د مهاجرت په برخه کې د اروپایې اتحادیې له سرمشریزې څخه د رضایت بخښونکي پایلې سره به میرکل وکولی شي د خپل دولتي متحد محافظه پاله ګوند CSU یا مسیحي سوسیال ګوند ملاتړ له ځان سره وساتي.

میرکل تر سخت فشار لاندې ده. تر سرمشریزې دوه ورځې وروسته به د آلمان د سوسیال مسیحي ګوند CSU مشر او د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، پریکړه وکړي چې آیا د دغې سرمشریزې له پایلو څخه راضي دی، او که د ضدراعظمې ضد عمل کوي او په یوازیتوب سره د آلمان په سرحدونو کې د مهاجرو د بیرته ستنولو په هکله خپل نظر عملي کوي.

که زیهوفر دا کار وکړي، نو میرکل به یې له دندې ګوښه کړي او ائتلاف به وپاشل شي. په دې اړه وړاند وینې چې په ظاهره کې یوازې پریښودل شوې صدراعظمه به له خپلو ۲۷ همکارانو(د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو مشران) سره د مهاجرو سیاست په اړه یوه «اروپایې حل لارې» ته ورسیږي، ډیرې کمزوري دي. یا په بل عبارت د یوې اروپایې حل لارې په برخه کې نتیجې ته د رسیدو امکان لږ دی.

دا خبره مخکې تر دې د یکشنبې په ورځ انګلا میرکل د ۱۶ اروپایې هیوادونو له مشرانو سره تر لیدنې کتنې وروسته هم منلې وه. هغې د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې «له بده مرغه» د اروپایې شورای په سرمشریزه کې به هم د نظر یو والی رامنځته نه شي. د اروپایې هیوادونو او دولتي مشرانو تر منځ د نظر اختلاف موجود دی.