1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایې اتحادیي یو وار بیا د بریګزیت مهلت غځولی دی

۱۳۹۸ فروردین ۲۲, پنجشنبه

د اروپایي اتحادیي غړو هیوادونو یو وار بیا له دغې اتحادیي څخه د بریتانیي د وتلو مهلت غځولی دی. د بریتانیي حکومت د روان کال د اکتوبر تر ۳۱ پورې وخت لري چې د بریګزیت د تړون په هکله د پارلمان د اکثریت استازو نظر تغير کړي.

https://p.dw.com/p/3GaWG
Belgien Brexit-Gipfel in Brüssel
انځور: Reuters/S. Vera

د بریتانیي د حکومت په غوښتنه د اروپایي اتحادیي د ۲۷ غړو هیوادونو مشرانو د چهارشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې په ۱۰) په بروکسل کې یوه غونډه وکړه. په دې غونډه کې له اروپایي اتحادیي څخه د بریتانیي د وتلو د مهلت غځولو په هکله موافقه وشوه.

د دې مشروطې موافقې په اساس د بریتانیي حکومت به د اکتوبر میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې وخت ولري. د دریو اونیو په ترڅ کې د دویم ځل له پاره اروپایي اتحادیي د بریګزیت نیټه تمدید کړه.

د اروپایي اتحادیي غړي هیوادونه او بریتانیا له دې پریکړې سره اراده لري چې له اروپایي اتحادیي څخه پرته له کوم تړونه د بریتانیي د وتلو مخه ونيسي.

له اروپایي اتحادیي څخه بې له کوم تړونه د بریتانيي وتل کیدای شوای هم د بریتانیي او هم د دغې اتحادیي د غړو هیوادونو له پاره درنې اقتصادي پایلې درلودلې وای. پخوانې مهلت د اپریل میاشتې په ۱۲ نیټه پای ته رسیده، په داسې حال کې چې د بریتانیي د وتلو موافقه د دغه هیواد د پارلمان له خوا تصویب شوې نه ده.

تاریخي مسئولیت

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د اروپایي اتحادیي د غړو هیوادونو د تاریخي مسئولیت خبره کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر اروپایې هیوادونه په ځانګړې توګه فرانسه له اروپایي اتحادیي څخه د بریتانیي د وتلو مهلت د غځولو په برخه کې زړه نا زړه وو.

د یادونې وړ ده چې حتی د یوه هیواد ویتو هم کولی شو د اروپایي اتحادیي د پریکړې مخه ونيسي او له دغې اتحادیي څخه بې له کوم تړونه د بریتانیي د وتلو سبب شي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د اروپایي اتحادیي د غړو هیوادونو د مشرانو په سرمشریزه کې حتی بی له تړونه د بریتانیي د وتلو خبره کړې وه. خو اوس د دې غونډې په پای کې ماکرون هم د اکتوبر میاشتې تر پایه پورې د دغه مهلت له غځولو سره موافقه کړې ده.

دویچه ویله فارسي/ ش. ن