1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي هیوادونه خپل د پوځي قوماندې مرکز پراخوي

۱۳۹۷ آبان ۲۶, شنبه

اروپایي هیوادونه غواړي خپل د پوځي عملیاتو د قوماندې مرکز ته پراختیا ورکړي. ټاکل شوی ده له دې مرکز څخه د لویو بهرنیو پوځي عملیاتو له پاره استفاده وشي.

https://p.dw.com/p/38QfA
NATO Manöver Trident Juncture Norwegen
انځور: Reuters/K. Ashton

د آلمان خبري آژانس (ډي پي ای) د رپوټ پر بنسټ د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه به په راتلونکې اونۍ کې د «بهرنیو نظامي ماموریتونو د قوماندې د ګډ مرکز» د پراخولو مسوده تصويب کړي.

د اروپایي اتحادیې یوه لوړپوړي چارواکي د جمعې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱۶) ویلي دي: د قوماندې د دې مرکز ماموریت (چې دنده یې د نظامي فعالیتونو پلانول او عملي کول دي) به په راتلونکي کې یوازې په سومالیا او مالي کې د روزنیزو پروګرامونو د وړاندې کولو تر کچې پورې محدود پاتې نه شي، بلکې لا زیات به پراخ شي.

دغه چارواکي ویلي دي د بیلګې په توګه د قوماندې د دې مرکز یو ماموريت به په مدیترانه کې د انساني قاچاق پورې اړونده جرمونو پر وړاندې مبارزه وي.

همدارنګه ټاکل شوی ده چې د اروپایې اتحادیې غړي هیوادونه به په دې اتحادیه کې د کړکیچ د مدیریت له پاره د ځواکونو د امادګۍ د زیاتولو پر موضوع هم موافقه وکړي.

Brüssel Treffen der NATO-Verteidigungsminister
په بروکسل کې د ناتو د بهرنیو چارو غونډه انځور: Reuters/Y. Herman

ټاکل شوې ده چې د دې موخې له پاره به د پولیسو، حقوقپوهانو او نورو متخصصينو څخه تشکيل شوې یوه ۲۰۰ کسیزه ډله جوړه شي. دغه ډله باید په ۳۰ ورځو کې د یوه ماموريت د ترسره کولو له پاره تیاري ولري.

په اوس وخت کې د اروپایي اتحادیې متخصصين په ګرجستان کې د اوربند د تامين له پاره د ناظر په توګه او یا په کوسوو کې د قانون د حاکمیت د جوړښتونو د رامنځته کولو په برخو کې فعالیت کوي.

د دې اتحادیې یو بل ماموريت د افغان پولیسو روزنه ده. تمه کیږي چې دغه پریکړه به د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د سه شنبې ورځې په غونډه کې وشي.