اروپایې اتحاديه تر۲۰۱۹ م کاله پوري ۳۴ زره مهاجر مني
۱۳۹۶ آبان ۲۵, پنجشنبهد اروپایې اتحادیې د داخلي چارو کمیسار دیمیتريس آوراموپولوس، د چهارشنبې په ورځ(نوامبر میاشتې ۱۵) په دې اړه وویل: «تر اوسه پوري د اروپایې اتحادیې ۱۶ غړو هیوادونو تر۲۰۱۹م کاله پوري د ۳۴۴۰۰ مهاجرو له منلو سره خپله موافقه اعلان کړې ده.
د اروپایې اتحادیې د داخلي چارو کمیسار زیاته کړه، هیله من دی چې پاته نور هیوادونه به هم د مهاجرو له منلو سره خپله موافقه اعلان کړي او هغو هیوادونو چې خپله موافقه اعلان کړې ده په داوطلبانه شکل د لازیاتو مهاجرو د منلو غوښتنه وکړي.
د آرواموپولوس په خبره د هغو مهاجرو عادلانه ویش چې له ترکیې، منځني ختیځ او افریقا څخه ځانونه اروپا ته رسوي، د یوه قانوني مسیر د رامنځ ته کولو یوازني لار ده.
خو دیميتريس آوراموپولوس، په ټینګار سره د اروپایې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه وغوښتل چې د هغو کسانو د دیپورتولو پروسې ته دې چټکتیا ورکړې چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي او په اروپایې اتحادیه کې د اقامې اجازه نه لري، ځکه په دې برخه کې ارقام رضایت بخښونکي نه دي.
د اروپایې اتحادیې کمیسیون د روان کال(۲۰۱۷م) په سپټمبر میاشت کې د مهاجرو د ویش نوی پروګرام اعلان کړ. دا له هغه وروسته چې د ۲۳ زرو مهاجرو د ویش پخوانی پروګرام یې ختم شو. ختیځ اروپایې هیوادونه د دې پروګرام سره ډیر سخت مخالف ول.
د مهاجرو د ویش د نوي پروګرام له مخې هر هیواد د یوه مهاجر د منلو په بدل کې ۱۰۰۰۰ یورو پيسې ترلاسه کوي. آلمان تر اوسه پورې د حکومتي ائتلاف پر سر د بحثونو له امله په دې اړه خپل نظر نه دې څرګند کړی.
هنګري، پولند او چک جمهوریت هیوادونو تر اوسه پورې نږدې د هیڅ یوه مهاجر د منلو له پاره خپله امادګي نه ده ښوولې. همدا مسئله د دې سبب شو چې د اروپایې اتحادیې کمیسیون د دغې اتحادیې له اصولو څخه د سرغړونې له امله د دغو هیوادونو د مجازات کولو غوښتنه وکړه.
زموږ له ارشيف څخه: