اروپایي ټولنې ۳۳ زره مهاجرو ته د مستقیم راتگ اجازه ورکړې
۱۳۹۸ خرداد ۲۷, دوشنبهد اروپایي ټولنې د يوه پروگرام چوکاټ کې تر اوسه پورې ۳۲ زره ۷۰۰ پناه غوښتونکي د شمالي افریقا او منځني ختیځ څخه اروپا ته راغلي دي. د اروپایي ټولنې د مهاجرو کمیسار، دیمیتریس آوراموپولوس د فونکه په نامه رسنیو ډلې ته ویلي چې له هغوی څخه یې ۴۱۰۰ تنه یوازې آلمان ته راغلي دي. په دې ډول اروپایي ټولنې خپل د هغې سهمیې دوه پر دریمه برخه پوره کړې چې ژمنه یې کړې وه. خوبیا هم تر خپل ټاکل سوي هدف ډېره شاته پاته ده.
د مهاجرو د بیا قبلولو پروگرام په پام کې لري چې په خاص ډول له سخت گواښ سره مخامخ مهاجرو ته، اروپا ته د راتگ له پاره قانوني او ډاډمنه لار پرانیزي. تر اکتوبر مياشتې پورې به په مجموعي ډول ۵۰ زره پناه غوښتونکي له لیبیا، ایتوپیا، ترکیې او اُردن څخه اروپایی ټولنې ته را وغوښتل سي.
اروپایی ټولنه: »آلمان پر سمه لار روان دی»
آلمان آمادگي ښودلې چې ۱۰ زره پناه غوښتوکي به ومني. د اروپایي ټولنې د مهاجرو کمیسار، دیمیتریس آوراموپولوس د فونکه په نامه رسنیو ډلی ته ويلي چې د څه د پاسه ۴۰۰۰ راغلو مهاجرو په لرلو سره، آلمان پر سمه لار روان دی. نوموړی د راوپایي ټولنې دغه پروگرام بریالی ارزوي او وایي « موږ هغه کسان چې واقعاً پناه ته اړتیا لري، په ډاډمنه او قانوني لار اروپا ته را غواړو»
د اروپایي ټولنې کمیسیون، دغه ډول پروگرام د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر مياشت کې تر لاس لاندې ونیو تر څو له سخت گواښ سره مخامخ پناه غوښتونکو ته داسې زمينه برابره کړي چې هغوی پر خطرناکو لارو سفر ته مجبور نه شي. د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه دغه ډول یو کار په خپله خوښه کوي، کمیسیون هغوی ته د دې کار په مقابل کی نیم میلیارد یورو په اختیار کی ورکوي. ددغو پناه غوښتونکو انتخابول، د ملگرو ملتو د مهاجرو څخه د ملاتړ ادارې«یو ان اچ سی آر»سره په گډه تر سره کیږي.
gp/bs (afp, epd, kna)