اروپایي ارزښتونه څه دي؟
انساني کرامت، آزادي، برابري، دیموکراسي: «اروپایي ارزښتونه» زیاتره وخت بې ساري تر غوږو کیږي خو مبهم دي. که چیرې په اروپا کې سل کسان اوسیدای نو پر څه به هم نظره او پر څه به یې اختلاف درلود؟
آیان نارینه تر ښځو ښه سیاسي مشران ثابتیدای شي؟
د اروپا پارلمان تر ټاکنو دمخه د «اروپایي ارزښتونو» په هکله ډیر بحثونه کیږي. خو په اصل کې دا په څه معنی ده؟ که چیرې اروپا له سلو انسانانو جوړه وای، نو پر څه به هم نظره وو او پر څه به یې د نظر اختلاف لرلای؟ «د اروپايي ارزښتونو څیړنه» هر لس کاله وروسته له زرونو اروپایانو پوښتنه کوي او پایلې یې دا ده چې: له سلو پوښتل شوو کسانو ۲۹ سلنه فکر کوي چې نارینه ښه سیاسي مشران ثابتیدای شي.
اروپایان پر دې هم نظره دي: سیاسي تشدد، رشوت او په مالیاتو کې درغلۍ د منلو وړ نه دي
کابو ټول پوښتل شوي کسان د سیاسي تشدد او رشوت مخالفت کوي. د اروپایي ارزښتونو څیړنه کې د ۱۴ هیوادونو څخه غبرګونونه شامل دي: اتریش، بیلا روس، بلغاريا، کروشیا، د چک جمهوریت، آلمان، آیسلند، پولنډ، روسیه، سلواکیا، سلوانیا، هسپاینه سویس او هالنډ.
اروپایان د څارونکو کمرو په هکله څه نظر لري؟
څه د پاسه نیمایي پوښتل شوي کسان په دې نظر دي چې حکومت باید عمومي ځایونه د ویدیویي کمرو له لارې وڅاري. کابو نیمایي بیا د څارنې مخالف دي. په دې برخه کې په بیلابیلو هیوادونو کې د خلکو نظرونه توپیر سره لري. د بیلګې په توګه پولنډ، سلوانیا او کروشیا کې خلک د ویډیويي څارنې سخت مخالف دي، خو د هغوی نزدې ګاونډي هیوادونو کې ورته بیا مثبت کتل کیږي.
پر مذهبي موضوعاتو هم نظر مختلف دی
له هرو سلو پوښتل شوو کسانو څخه ۳۸ سلنه یې په جنت باور لري. ۳۸ سلنه ځان مذهبي ګڼي. باقي پاتې کسان ځان هیڅ ډول مذهبي نه ګڼي. له هرو سلو پوښتل شوو اروپایانو یوازې ۲۹ سلنه یې په دوزخ باور لري.
هم جنسه میندې پلرونه
د هم جنسه میندو پلرونو په هکله هم په هر هیواد کې نظر مختلف دی. په آیسلنډ کې له سلو څخه ۸۸ پوښتل شوي کسان په دې نظر دي چې هم جنسبازه جوړې هم د ماشومانو د ساتلو او روزولو اجازه ولري، خو په روسیه کې بیا یوازې لس کسه له دې سره هم نظره دي. د اجتماعي علومو څیړنه ثابته کړې ده چې همجنسبازه جوړې د نورو میندوې پلرونو په څیر د ماشومانو روزنه کولای شي.
له سلو ۲۵ یې مسلمانان د ګاونډي په توګه نه غواړي
یوازې لږ کسان له دې سره ستونزه لري چې عیسوي يې ګاونډی وي. د دغه څیړنې له مخې یو پر څلورمه برخه کسان بیا له دې انديښنه لري چې کوم کډوال یې مهاجر وي. دغه څه د مسلمانانو په برخه کې هم صدق کوي. له سلو پوښتل شوي ۱۲ کسان بیا وایي چې نه یې خوښیږي د یهود سره ګاونډي په توګه واوسیږي، یوازې له سلو پنځه کسان داسي ول چې عیسویان د ګاونډي په توګه نه خوښوي.
د اروپایي ارزښتونو څیړنه
دغه ټول ارقام د اروپایي ارزښتونو له څیړنې، څخه اخیستل شوي دي. په دغه سروې کې هر لس کاله وروسته له اروپایانو څخه د سیاست، مذهب، تنوع او نورو بیلا بیلو موضوعاتو په هکله په سونو پوښتنې کیږې. نوې سروې په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوې وه.