اروپايي ټولني او هند د آزادي سوداګرۍ تاريخي تړون لاسليک کړ
۱۴۰۴ بهمن ۷, سهشنبه
د هند لومړي وزير نريندرا مودي د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چي له اروپايي ټولني سره د آزادي سوداګرۍ تاريخي تړون نهايي سوی دی او دا تړون به په هند کي ميلياردونو خلکو ته ستر فرصتونه برابر کړي.
دغه تړون هند ته د اروپايي ټولني د پلاوي د سفر او د دواړو خواوو ترمنځ د سرمشريزي په جريان کي اعلان سو.
د اروپايي ټولني کمېسيون مشري اورزولا فون دير لاين وويل: «اروپايي اتحاديه او هند نن د نړۍ د لويو ديموکراسيو ترمنځ د ملګرتيا په ژورولو سره تاريخ جوړوي.»
هغې زياته کړه: «موږ د دوو ميلياردو خلکو له پاره يوه آزاده سوداګريزه سيمه جوړه کړې ده چي دواړي خواوي اقتصادي ګټي ترې پورته کوي. موږ نړۍ ته يو سيګنال لېږلی چي د قوانينو پر بنسټ همکارۍ لا هم ښې پايلي لري.»
«د ټولو تړونونو مور»
اورپايي ټولني ويلي دي چي د تړون له مخي به هند په تدريجي ډول له اروپايي ټولني څخه وارد سويو موټرو باندي تعرفې له ۱۱۰ سلني څخه ۱۰ سلني ته راټيټي کړي او د موټرو پر پرزو باندي تعرفې به په راتلونکو پنځو څخه تر لسو کلونو پوري له منځه ولاړي سي.
د دغي ټولني په وينا، پر ماشين آلاتو، کيمياوي محصولاتو او درملو باندي به هم تعرفې «تر ډېره حده له منځه ولاړي سي.»
پر دې سربيره، پتېيل سوې ده چي د اروپايي ټولني پر کرهڼيزو محصولاتو به هم ګمرکي تعرفې د پام وړ کمي سي.
د هند لومړي وزير نريندرا مودي د ياد تړون په اړه وويل: «پرون د اروپايي ټولني او هند ترمنځ يو لوی تړون لاسليک سو. د ټولي نړۍ خلک دا تړون د ټولو تړونونو مور بولي. دا تړون به په هند کي د ۱،۴ ميليارده خلکو او په اروپا کي ميليونونو خلکو ته لوی فرصتونه برابر کړي.»
د آزادي سوداګرۍ پر دغه تړون تر نږدې دوو لسيزو خبرو اترو وروسته موافقه سوې ده.
تمه ده چي مودي او د اروپايي کمېسيون مشره اورزولا فون ديرلاين به د سې شنبې په ورځ ناوخته د تړون په اړه له جزياتو سره يوه ګډه اعلاميه خپره کړي.
د دواړو اړخونو مشرانو تر غونډي مخکي څه وويل؟
د اروپايي ټولني د کمېسيون مشري وويل: «اروپايي ټولنه به د هند په دوديز ډول خوندي سوي بازار ته لاسرسی پيدا کړي. موږ به په مهمو صنعتي سکتورونو او کرهڼيزو محصولاتو کي له پام وړ سيالي څخه ګټه ترلاسه کړو.»
هغې زياته کړه: «هند او اروپا روښانه انتخاب کړی دی. د ستراتيژيکي ملګرتيا، خبرو اترو او خلاصون انتخاب. موږ يوې ماتي نړۍ ته دا ښييو چي بله لاره هم ممکنه ده.»
د اروپايي ټولني د شورا مشر انتونيو کوستا وويل: «هند د اروپايي ټولني له پاره يو اساسي ملګری دی. موږ په ګډه د قوانينو پر بنسټ د نړيوال نظم د ساتني وړتيا او مسئوليت لرو.»
نريندرا مودي وويل: «د دوی شتون [فون ديرلاين او کوستا] د هند او اروپايي اتحاديې د مخ پر زياتيدونکي ملګرتيا ځواک او د ګډو ارزښتونو له پاره زموږ ژمنتيا منعکسوي. دا سفر به د هند او اروپا ترمنځ په مختلفو سکتورونو کي د ژوري ښکېلتيا او همکارۍ هڅي ګړندۍ کړي.»