1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه له ترکیې سره يو ميليارد يورو مرسته کوي

۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبه

د اروپایی ټولنی کمیسیون تمه لري چی ټولنه به وکولی شي په راتلونکی میلادی کال کې په ترکيه کې د سوريايي مهاجرو له د پالنې له پاره شاوخوا یو میلیارد یورو ورکړي. په ترکيه کې څه نا څه دوه ميلیونه سوريايي مهاجر ميشت دي.

https://p.dw.com/p/3UayM
Syrische Flüchtlinge im Irak
انځور: Reuters/A. Jalal

د چارواکو په خبره دغه پیسې د هغو شپږ میلیارده یورو یوه برخه ده چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د ترکیی سره، یونان ته د مهاجرو د راتگ د  شمیر د کمولو له پاره تأیید سوي وې.له دغو پیسو څخه  تر اوسه پورې څه نا څه درې میلیارده یورو ورکول سوي دي. او پاته نورې به یې تر ۲۰۲۵ کاله پوری ورکړل سي.

د ياد کمیسیون په خبره، د اروپایي ټولنې د مرستې له برکته په ټوله ترکیه کې مجموعاً ۹۵ پروژې پر مخ بیول کیږي چې ورڅخه څه د پاسه ۱،۷ میلیونه مهاجر مستفید کیږي چې په هغو کې ۵۰۰ زره کوچنیان هم شامل دي. ویل کیږي چې په راتلونکو میاشتو کې به نور ۲۵ قراردادونه هم لاسلیک سي.

په دغو پیسو په ترکیه کې د مهاجرو له پاره، د نورو ترڅنگ، خوراکي توکي، آپارتمانونه، صحي تدابیر او مکتبونو ته تلل هم تمویلیږي. د اروپایي ټولنې هدف دا هم دی چې دغه کسان په ترکیه کې پاته سي او یونان ته یې د راتگ مخه ونیول سي.

په ۲۰۱۶ کال کې د مهاجرو په هکله تړون کې ترکیې ډاډ ورکړی چې یونان ته ټول رارسیدلي نوي مهاجر به بیرته راوغواړي او د انساني قاچاقبرانو په وړاندې به سخت چلند وکړي. له همدې کبله او د بالکان د لاری د تړل کیدو له امله آلمان ته د مهاجرو راتگ، څه د پاسه ۹۰ سلنه راکم سوی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اروپایي ټولنې بیا هم دا تور لگوي چې د مهاجرو له پاره دغه پیسې ډیرې ورو ورو ورکوي او له همدې کبله د دغه تړون د له منځه تلو گواښ کوي.

زموږ له آرشیف څخه: