1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي محکمه: اسلام ته سپکاوی د بیان آزادي نه ده

۱۳۹۷ آبان ۴, جمعه

د بشري حقونو اروپايي محکمې د یوې اتریشۍ ښځې د دعوا په ځواب کې حکم وکړ چې د اسلام د پیغمبر د داسې کس په توګه یادول چې گواکې هغه له جنسي پلوه ماشومانو ته تمایل درلود، د بیان د آزادۍ خلاف کار دی.

https://p.dw.com/p/37Fi6
Türkei, Istanbul, Blaue Moschee mit EU-Fahne
انځور: picture-alliance

د بشري حقونو اروپايي محکمې ته یوې ښځې عریضه وړاندې کړې وه او پکښې ادعا یې کړې وه چې گواکې د اسلام پیغمبر محمد له جنسي پلوه ماشومانو ته تمایل درلوده. دغي ښځې ادعا کړې ده چې د هغې دغه څرګندونې د بیان د آزادۍ په چوکاټ کې هیڅ راز ستونزه نه لري او ادعا یې کوله چې په دې توګه هغې د یوه عامه بحث په لاره اچولو کې ونډه اخیستې ده.

په شتراسبورګ کې د اروپا د بشري حقونو محکمې د پنجشنبه په ورځ حکم وکړ چې اتریشي محکمو په ډیرې پاملرنې سره د مدعي کس د بیان د آزادۍ حق او د نورو کسانو د مذهبي احساساتو د خوندې ساتنې له حق سره بیلانس کړی دی. د بشري حقونو یادې محکمې همدا راز ویلي دي چې په دغه قضيه کې اتریشي محکمو په دې هیواد کې د مذهبي سولې د ساتلو قانوني حق هم په  ښه توګه خوندي ساتلی دی.

تر دې وړاندې په ۲۰۰۹م کال کې دغې اتریشۍ ښځي د «اسلام په هکله اساسي معلوماتو» تر عنوان لاندې دوه سیمنارونه تنظیم کړي ول. په دغو سیمنارونو کې دغې ښځې د هغې په خبره له شپږ کلنې عایشې سره د اسلام د پیغمبر واده کولو ته د «پیدوفیلیا» یعنی (له جنسي لحاظه ماشومانو ته تمایل) اصطلاح کارولې وه.

د بیان د آزادۍ محدودیتونه

د هغه وخت د اسلامي عنعناتو له مخې د عایشې او د اسلام د پیغمبر ترمنځ واده داسې وخت شوی چې عایشه نهه کلنه وه او د اسلام پیغمبر د پنځسو کلونو شا او خوا عمر درلود. عایشه د اسلام د پیغمیر محمد د نږدې ملګري او د اسلام د لومړي خلیفه ابوبکر لور وه.

یادې محکمې د خپل حکم په استدلال کې ددغې اتریشۍ هغي وینا ته اشاره کړې ده چې خپل په یو سیمنار کې يې ویلي ول چې گواکې د محمد «خوښیدل چې دا کار له ماشومانو سره وکړي» او بیا یې د پوښتنې په توگه ویلی دي: «یو ۵۶ کلن زوړ سړی له یوې شپږ کلنې سره؟ »، بیا دغې ښځې د خپلې وینا په دوام کې د پوښتنې په توگه ویلي: «دې ته موږ څه ویلی شوو، آیا دا له پیدوفیلیا یعنی (ماشوم ته  جنسی تمایل)څخه پرته بل څه دي؟

تر دې وینا وروسته یوې اتریشۍ محکمې مذهب ته د سپکاوي په تور دغه ښځه محکومه کړه او هغه یې ۵۴۶ ډالره جریمه کړه. د اتریش نورو محکمو هم مخکې له دې چې دغه قضیه د بشري حقونو اروپايي محکمې ته وړاندې شي، د لومړۍ محکمې حکم پر ځای گڼلی وو.

Europäischer Gerichtshof für Menschenrechte
انځور: picture-alliance/AA/M. Yalcin

دغې اتریشۍ استدلال کاوه چې گواکې د هغې تبصرې د بیان د آزادۍ په چوکاټ کې جواز لري او مذهبې ډلې باید دغه راز تبصرې، انتقادونه او څرګندونې وزغمي. نوموړې همدا راز استدلال کاوه چې هغې غوښتل په دغه راز څرګندونو سره په یوه عامه بحث کې خپله ونډه ادأ کړي او اصلاً یې هدف د اسلام پیغمبر ته سپکاوی نه وو.

 د عامه بحث له پاره نه اراده

پر دې سربیرې دغې محکمې دا هم وویل چې البته دیني آزادي خلک له انتقاد کولو او د هغوی له دین څخه د انکار څخه منع کولای نه شي. خو دغې محکمې دا وموندله چې د نوموړې اتریشۍ تبصرې واقعیت سره سمې نه دي، هغه نه ده توانیدلې چې په دې هکله تاریخي کره معلومات وړاندې کړي او له دې سره هغې د عامه بحث د ترویج یا په لاره اچول کیدو اراده نه درلوده.

یادې محکمې زیاته کړې ده چې د دغې ښځې «له تبصرو څخه  یواځې داسې برداشت اخیستل کیدای شې چې هغې داسې هدف ؤ چې ښکاره کړي چې محمد د پیروۍ وړ نه دی»، محکمې په خپل حکم کې زیاته کړې ده د هغې بیانونه د حقایق بربنسټ ولاړ نه دي او اراده یې اسلام ته بد ویل دي.

دغه راز دغې محکمې په نوموړې قضيه کې داهم وموندله چې حتې په یو بحث کې لا دا د بیان له آزادۍ سره تطابقت نه لري چې «د تورنیدو وړ ویناوې په یو ډول د منلو وړ نظریاتو څرگندولو په چوکات کې راونغښتل شي او داسې وښيي چې گواکې دا بیانونه صحیح دي.» یادې محکمې ویلي دي چې دغه راز څرګندونې د بیان د آزادۍ مجوز شوي حدود تر پښو لاندې کوي.