اروپا د فلسطين د خپلواکۍ پر غوښتنه چوپه ده
۱۳۹۰ شهریور ۱۲, شنبهد پولېنډ په څوپوټ کي د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه تر سره سوه. د اروپايي هيوادونو استازو يو ځل بيا خپل هغه دريځ روښانه کړی چي د فلسطين په موضوع کي به د « چوپ پاته کېدو او انتظار کولو» پاليسۍ ته دوام ورکړي. دغه هيوادونه لا تر اوسه پدې هکله تصميم نيول نه غواړي چي په ملگرو ملتونو کي به د فلسطينيانو د خپلواکۍ غوښتنې ته څه ډول ځواب ووايي.
د پولېنډ د بهرنيو چار وزير رادوسلاف سيرکورسکي په غونډه کي ويلي چي اروپا به هغه وخت خپل غبرگون وښيي کله چي فلسطينيان په رسمي توگه دغه غوښتنليک وړاندي کړي.
د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو وېستروېله بيا ويلي دي چي المان به د اسرائيل سره د خپلو ځانگړو اړيکو په نظر کي ساتلو له مخي خپله پرېکړه وکړي. دا پداسي حال کي ده چي د المان د پراختيايي مرستو وزير ديرک نيبل او د بهرنيو چارو وزير څو ځله تر مخه لا و فلسطين ته ويلي چي د يو جانبه اقداماتو څخه دي ډه ډه وکړي. المان چي د اسرائيل يو ټينگ ملاتړی هيواد دی غواړي چي اسرائيل او فلسطين د خبرو اترو له لاري و يوې گډي پايلي ته ورسيږي.
د فلسطين د خپلواکمنې ادارې ولسمشر محمود عباس ويلي ول چي د سپتامبر په 21 مه نېټه به د ملگرو ملتونو څخه غوښتنه وکړي چي د يوه غړي هيواد په توگه فلسطين ومني.
فرانسې ويلي دي چي که اسرائيل مخ په وړاندي هم د فلسطينيانو سره د خبرو اترو لپاره چمتو والی ونه ښيي نو ښايي د فلسطينيانو د غوښتنې په حق کي رايه ورکړي.
آژانسونه/ احمدولي اچکزی
کتونکی: مسعود جهش