1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د بيرته ستنو شويو جهاديانو په باب انديښنې

۱۳۹۶ خرداد ۲۷, شنبه

له اروپايي هيوادونو څخه په زرونو کسان عراق او سوريې ته په جګړو کې د ګډون په موخه تللي دي. له دغو افرادو څخه چې يو شمير یې بيرته اروپا ته ستانه شوي دي، اروپايي مشرانو ته يې ستونزې راولاړې کړي چې ورسره څه وکړي.

https://p.dw.com/p/2erKT
Symbolbild Europa Angriff ISIS Vorbereitungen
انځور: Lionel Bonaventure/AFP/Getty Images

له اروپايي هيوادونو څخه په زرونو کسان عراق او سوريې ته په جګړو کې د ګډون په موخه تللي دي. له دغو افرادو څخه چې يو شمير یې بيرته اروپا ته ستانه شوي دي، اروپايي مشرانو ته يې يې ستونزې راولاړې کړي چې ورسره څه وکړي.

اټکل کيږي چې د عراق او سوريه په جکړو کې د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې په ليکو کې د يوځای کيدو په مقصد له ټولې نړۍ څخه تقريبا ۲۷ زره غيرملکي افراد هلته تللي دي. په دغو افرادو کې د پنځو تر شپږ زرو پورې اروپايي وکړي هم شامل دي. ویل کيږي چې دغه افراد تر ډیره په پټه منځني ختيځ ته تللي او بيرته راروان شوي دي. د دوي واقعي شميره معلومه نده.

د اروپايي ټولنې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د همغږي کونکې ادارې څخه ژيل دي کرکوفي په دې آند دی چې اوس هم له دوو او دوه نيم زرو تر منځ اروپايان په منځني ختيځ کې موجود دي. دغه جهاديان د سوريې الرقه ښار ته د داعش له شاتک سره مخ شوي دي او ډیر امکانات شته چې بيرته اروپا پر لور راوخوځيږي. کرکوفي په خپل يو تازه رپوت کې ليکلي دي: « د تازه ارقامو له مخې سوريې او عراق ته له تللو افرادو څخه ۱۵ تر ۲۰ سلنه يې وژل شوي، ۳۰ تر ۳۵ سلنه يې بيرته راغلي او ۵۰ سلنه نور يې لا هم هملته موجود دي».

د کرکوفي په وينا هغه افراد چې تر اوسه بيرته ندي ستانه شوي، د هغې سيمې نورو ملکونو ته یې پناه وړې ده. هغه وايي د دې تر څنګ دا امکان هم شته چې هغوي دې په سيمه کې نورو روانو جنګي جبهو ته د ګډون په موخه تللي وي.

د امنيت په برخه کې د اروپايي اتحاديې کميشنر جولين کنګ په وينا هغه يو شمير بهرني چې عراق او سوريې ته د جګړو لپاره تللي ول، اوس بيرته خپلو هيوادونو ته د ستنيدو په حال کې دي.

کنګ وايي امکان یې شته چې د دغو کسانو له ډلې څخه يو شمير يې ښايي راتلونکې کې په اروپا کې د تروريستي کړنې ترسره کړي. ویل شوي چې د سټاک هوم، مانچستر او لندن په بريدونو کې دغه شان افرادو لاس لرود. له همدې کبله د اروپا د امنيتي چارو مسئولان وايي چې هيواد ته بيرته راستانه شوي جهاديان تر ټولو خطرناک ثابت کیدای شي.

د فرانسې خبري آژانس لخوا د وړاندې کړل شويو ارقامو په حواله، نژدې ۱۵۰۰ تنه جهاديان د اروپايي اتحاديې ټولو غړو هيوادونو ته بيرته راستانه شوي دي. له دغو کسانو څخه اکثريت يې اوس بنديان شوي او يا هم د پوليسو تر سخت تعقيب لاندې دي.

د فرانسې خبري آژانس څخه ډيويډ ټامسن وايي چې چارواکو لپاره تر ټولو ستونزمنه مسئله دا ده چې پوه شي دغو جهاديانو په اصل کې د عراق او سوريې په جګړو کې څه کول. د هغه په وينا کله چې له دغو افرادو څخه په دې اړه پوښتنې کيږي وايي چې دوې هلته د نرسانو په توګه کار کاوه.

د فرانسې خبري آژانس د ارقامو پر اساس، آلمان څخه عراق او سوريې ته په ټوله کې ۸۲۰ تنه تللي وو چې له ډلې څخه يې ۲۸۰ تنه بيرته ستانه شوي دي. برتانيا ته هم له دغه شان جهاديانو ۴۵۰ تنه بيرته ستانه شوي په داسې حال کې چې د تلونکو شمير يې ۸۵۰ تنه ښودل شوی. له فرانسې څخه هم عراق او سوريې ته ۱۰۰۰ تنه جهاديان تللي وو چې له هغو څخه ۲۱۰ تنه يې بيرته راغلي دي.