1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارزونه: په آلمان کې د پناه غوښتنې کابو ۹۸ سلنه دوسیې سمې دي

۱۳۹۸ شهریور ۲۹, جمعه

د یوې آلمانۍ ورځپانې د رپوټ پر اساس، په دې هیواد کې د تائید شوو پناه غوښتنو د شاوخوا ۶۲ زره دوسیو تر ارزونې وروسته چارواکو موندلې ده چې کابو ټولې دوسیې سمې دي. د ارزونې د پروسې پرمهال په سونو کارمندانو په ګډه کار کړی.

https://p.dw.com/p/3PuxS
Deutschland Migration l Familienzusammenführung
انځور: Getty Images/S. Gallup

د زود دویچه څایتونګ په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې د راپور پر اساس، په آلمان کې د داسې پناه غوښتنو چې ورته مثبت ځواب ورکړل شوی دی، تر ارزونې وروستو چارواکو موندلې ده چې یوازې په یو کم شمیر پیښو کې پناه غوښتونکو ناسم معلومات ورکړي، ترڅو چارواکي تیر باسي.

د مهاجرت او پناه غوښتنې په چارو کې د آلمان فدرالي ادارې یا بامف د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ نیمايي کې د مثبتو پناه غوښتنو شاوخوا ۶۲ زره پیښې ارزولي دي.

آلماني چارواکو تر ارزونې وروسته موندلې ده چې ۹۷ سلنه دوسیې سمې دي او یوازې په ۲ سلنه پیښو کې د پناه غوښتونکو په هیوادونو کې د وضعیت د ښه کیدو او یا هم د ناروغۍ تر لمنځه تلو وروسته د دوی د پناه غوښتني په نوعیت کې تغیر راغلی دی.

تر اروزنې وروسته یوازې د یو سلنه یعنې د ۳۳۰ کسانو د پناه غوښتني د درواغو ویلو له کبله رد شوي دي.

د دې اروزنې په ترڅ کې، په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د سوریايي مهاجرو د پناه غوښتنې له پاره د سوالونو او ځوابونو د یوې ورقې بهیر چې تر دې وړاندې ورباندې ډیر انتقادونه کیدل، اوس دغه څه تر ډیره پورې اغیزمن ګڼل شوي دي.

د مهاجرت چارواکو دغه راز شاوخوا ۲۳ زره اسناد له سره څیړلي دي او یوازې یې ۱ فیصد سندونه داسې موندلي دي چې پکې ناسم او غلط معلومات درج کړل شوي دي. د دغو اسنادو ۹۸ اعشاریه ۸ سلنه یې سم ګڼل شوي او د دوی د پناه غوښتنې موده تمدید شوې ده.

د آلمان د مهاجرت ادارې دغه معلومات وروسته له هغې خپاره کړي دي چې د دې هیواد په پارلمان یا بوندیستاګ کې د کیڼ اړخي ګوند له لوري د معلوماتو د ورکړې غوښتنه وشوه. زیاته شوې چې د ارزونې په دې بهیر کې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې شاوخوا ۷۲۰ کارمندان بوخت وو.

زموږ له ارشيف څخه: