1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: ترکيه د مهاجرو د منلو نهايي حد ته رسيدلې ده

۱۳۹۷ شهریور ۱۷, شنبه

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي چې هيواد يې د مهاجرو د منلو له اړخه خپل نهايي حد ته رسيدلی دی. هغه خبرداری ورکړ

https://p.dw.com/p/34WYe
Iran Teheran Syrien Gipfel - Putin trifft Erdogan
انځور: Getty Images/AFP/K. Kudryavtsev

د ترکيې، ايران او روسيې ولسمشران چې هیوادونه يې د سوريې په جګړه کې ښکيل درې اصلي لوبغاړي دي، د ايران په پلازميه تهران کې راټول شوي ول او د سوريې په ادليب کې پر جګړو او ناامنيو يې خبرې وکړې. دغه خبرې اترې په داسې حال کې وشوې چې په ادليب کې وسلوالې ډلې د جکړې له پاره تياری نيسي چې کيدای شي دا به يوه وروستۍ لويه جګړه وي.

اردوغان د خپلو خبرو پر مهال په داسې حال کې چې د ترکيې له تلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېدې وويل، د سوريې په ادليب کې د هر ډول بريد رامنځ ته کيدل به يوه فاجعه او د ترکيې له سرحده به د ميليونو سوريايي ملکيانو د اوښتو سبب واقع شي.

دا په داسې حال کې ده چې د «بخښنې نړيوال سازمان» په خپل يوه تازه رپوټ کې ويلي دي چې په روان کال کې د هغو افغان مهاجرو شميره هم ډیره لوړه شوې ده چې له ايران څخه ترکيې ته مهاجرتونه کوي.

د ترکيې د کورنیو چارو وزارت له خوا خپاره شوي ارقام ښيي چې د تيرکال په پرتله سږکال ترکيې ته د تازه رسیدلو افغان مهاجرو شمير څه باندې ۳۰ سلنه لوړ شوی دی.

په استانبول کې افغان کونسل ذکريا بارکزي له دويچه ويله سره په مرکه کې دغه رپوټونه ومنل او زياته يې کړه چې ترکيې ته رسیدلي افغان مهاجر په ډيرو بدو شرايطو کې ژوند کوي.

د هغه په وينا د ترکيې هيواد د قوانينو له مخې هغه افغانان چې په ناقانونه توګه دغه هيواد ته ځانونه رسوي هلته د اوسيدو چانس نه لري.

د ويلو ده چې ترکيې کې لا د مخه ۳ اعشاريه ۵ ميليونه سوريايي مهاجر هم ميشت دی.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: