1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان د مهاجرت موافقتنامه تر پوښتنې لاندی راوستې

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ فروردین ۱۹, پنجشنبه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اروپایې اتحادیې تور لگولې چې خپلې کړي ژمنې یې نه دي عملي کړي. هغه وویل چې هیواد یې په تړون کې د ذکر شوو شرطونو پر عملي کیدو ټینگار کوي. د اردوغان په خبره یوازې مننه کفایت نه کوي.

https://p.dw.com/p/1IRZV
انځور: Reuters/J. Roberts

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغه تړون د عملي کیدو پر بهیر نیوکه وکړه چې د مارچ میاشتې په ۱۸ نیټه د ترکیې او اروپایې اتحادیې تر منځ تر تصویب شوې وو.

اردوغان په انقراه کې د پولیسو ځواکونو ته د وینا پر مهال وویل: «موږ سره ژمنې شوي دي، خو تر اوسه یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.»

اردوغان په خپل هیواد کې د سوریایې کډوالو لوې شمیر ته په کتلو سره د ترکیې له لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه. هغه وویل: «د دری میلیونه انسانانو گیډه د خپل هیواد له بودیجې څخه مړوو.»

اردوغان ورسره د شوو ژمنو عملي کیدل غواړي

د ترکیې ولسمشر په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د کډوالو د منلو او له ترهگرۍ سره د مبارزې له پاره ورڅخه ډیره مننه شوې ده: «یوازې د مننې له پاره دا کار نه کوو. اوس باید هر څه په هغه شکل پر مخ لاړ شي، لکه څنگه چې یې ژمنه شوې ده.»

اردوغان اعلان وکړ هر کله چې اروپایې اتحادیه تر نهایې اندازې پورې له ترکیې څخه کډوال ومني، بیا به نو نوي پلانونه تر لاس لاندی ونیول شي. د دغې موافقتنامې پر بنسټ اروپا له ترکیې څخه ۷۲ زره مهاجر مني.

د ترکیې ولسمشر خپل ولس ته په خطاب کولو سره وویل چې دغه تړون به هیڅ وخت په دې معنی سره نه وي، چې ټول مهاجر له دې ځای څخه وزي. په دې باید پوه شو.

د اروپایې اتحادیې او ترکیې د موافقتنامې پر بنسټ ټاکل شوې وه چې د مارچ میاشتې له ۲۰ نیټې څخه به ټول هغه مهاجر چې یونان ته رسیږي او په دغه هیواد کې یې د پناه غوښتنې تقاضا نه وي کړي، ترکیې ته بیرته استول کیږي.

د دغې موافقتنامې پر اساس د هر یو مهاجر په بدل کې چې له یونان څخه ترکیې ته ستنول کیږي، باید یو بل سوریایې مهاجر په قانوني توگه له ترکیې څخه د اروپایې اتحادیې غړو هیوادونو ته انتقال شي.

همدارنگه اروپایې اتحادیې ترکیې ته د ۶ میلیارده ایرو د ورکولو ژمنه کړې ده. ټاکل شوې ده چې دغه پيسې به د مهاجرو سره د مرستې په مختلفو پروژو کې ولگول شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب