1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان به «د رسنیو په دښمن واوړي»

۱۳۹۵ آبان ۱۲, چهارشنبه

«بې سرحده خبریالانو» ویلي دي چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې لاهم ژورناليستان له سانسور او سترو خطرونو سره مخامخ دي. دغه سازمان اوس د آزادو مطبوعاتو د مخالفینو په نوملړ کې د ترکیې ولسمشر هم شمیري.

https://p.dw.com/p/2S0js
Türkei Großkundgebung in Gaziantep mit Präsident Erdogan
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna

بې سرحده خبریالانو «د مطبوعاتو د آزادۍ دښمنانو» ته په نوې کتنه کې ۳۵ د حکومتونو او دولتونو مشران، تندلاري او جنايت کاره سازمانونه او همداشان استخباراتي ادارو ته اشاره کړې ده. د لومړي ځل له پاره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دغه لېست کې راغلی دی.

بې سرحده خبریالانو د ژورناليستانو پر ضد جنایاتو ته د برائت ورکولو د ملگرو ملتونو نړیوالې ورځې (د نومبر دوهمه) په پلمه ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر په دغه هیواد کې د اوسني بېړني وضعیت له کبله د اړونده رسنیو یوه لویه برخه کنترولوي. د بې سرحده خبریالانو د رپوټ له مخې په دغه هیواد کې ۱۳۰ خبریالان په زندان کې دي او لږ تر لږه ۱۴۰ رسنۍ تړل شوي دي.

د بې سرحده خبریالانو مشر کریستیان مهار، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې په ترکیه کې د سرکوبولو څپه واقعا یوه ټکان ورکونکي حد ته رسیدلې ده. د هغه په خبره دغه هیواد د «دیکتاتورۍ پر لار درومي».

کریستیان مهار، د آلمان له حکومت څخه غوښتي چې خپل څرگند دریځ وښيي. مهار له دویچه ویله سره په خپله مرکه کې ټینگار کړی دی چې: «زموږ له نظره دا بسنه نه کوي لکه د آلمان حکومت ویاند چې د ترکیې وضعیت ته په اندیښنې سره گوري. د اندیښنو وختونه لا تر مخه تیر شوي دي.»

په ليست کې نوي کسان

په دغه ليست کې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د تایلینډ د خونتا مشر پرائیوت چان او چا او د بروندي ولسمشر پېیر نکورونزیزا نومونه شامل دي. د لومړي ځل له پاره بې سرحده خبریالانو په دغه ليست کې د سعودي عربستان د پاچا سلمان، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو، په یمن کې حوثي یاغیان او تندلارې ډله «اسلامي دولت» یا داعش نومونه شامل کړي دي.

«تعقیب، ربړول، قتلول»

په دغه ليست کې «د مطبوعاتو د آزادۍ دښمنان» ځینې ډیر یې پخواني دي. د بیلگې په توگه د بې سرحده خبریالانو له پاره په دغه نوملړ کې د اریتریا ولسمشر ایسا یاس آفورکي، د سودان ولسمشر عمر البشیر، د چین ولسمشر او د گوند مشر شي جین پینگ او د شمالي کوریا دیکتاتور کیم جونگ نومونه شامل دي.

د دغه سازمان د رپوټ له مخې د پخوا په څیر د آزادو خبریالانو له پاره په کیوبا، سنگاپور، روسیې او سوریه کې وضعیت ډیر کړکیچن دی. د بې سرحده خبریالانو د ریئسه هیئت ویاند میشایل ریدسکه، په خبره: «ځیني واکمنان چې له مجازاتو خوندي دي، له لسیزو راهیسې انتقاد کوونکي ژورناليستان تعقیبوي، شکنجه کوي او وژنې یې.»

میشایل ریدسکه یوه عاجله غوښتنه لري او هغه دا چې ملگري ملتونه باید د ژورناليستانو د خوندیتوب له پاره یو ځانگړی استازی وگوماري.

نور مطالب: