1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردن غچ واخيست

afp, ape, rtr, dpa۱۳۹۳ بهمن ۱۵, چهارشنبه

اردن ويلي دي چي د «اسلامي دولت» ډلي له خوا د دوی د يوه پيلوټ تر سوځولو وروسته، ئې دوه تنه افراطيان اعدام کړي دي. تر دې دمخه بارک اوباما له پاچا عبدالله دوهم، سره ملاقات لرل.

https://p.dw.com/p/1EVGf
انځور: picture-alliance/epa

اردن ويلي دي چي عراقۍ افراطي ساجده الريشاوي ئې نن د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د فيبرورۍ ۴مه) سهار وختي د دغه هيواد په پلازمېنه عمان کي اعدام کړه.

دغه ۴۴ کلنه د اسلامي دولت ډلي له پاره ډېره مهمه څېره وه. د اردن حکومت غوښتل چي دغه ښځه له هغه اردني پيلوټ سره تبادله کړي چي د اسلامي دولت ډلي له خوا نیول سوی وو، او تيره ورځ ئې د وحشيانه وژني ويډيو خپره سوې ده.

الريشاوي په ۲۰۰۵م کال کي په عمان کي پر هوټلونو باندي د چاودنو په تور نيول سوې وه او په ۲۰۰۶م کال کي د مرگ په سزا محکومه سوې وه. په دغو بريدونو کي ۶۰ انسانان وژل سوي ول.

اردن ويلي دي چي له الريشاوي سره ئې د القاعدې يو غړی سيد کربولي، هم اعدام کړی دئ. دغه سړی پر غرب پلوه شاهي نظام باندي باندي د يرغلونو د تراح په توگه په اعدام محکوم سوی وو.

بې رحمه وژنه

تروريستي ډلي «اسلامي دولت» تر دې دمخه هغه اردنی پيلوټ ژوندی وسوځاوه چي څه موده دمخه ئې نيولی وو. دغي ډلي د سه شنبې په ورځ داسي ويډيو خپره کړي چي په نړۍ کي سخته وغندل سوه.

په دغي ويډيو کي ښوول کيږي چي بندي پيلوټ په يوه قفس کي اچول سوی او شاوخوا يې تيل ورته پاشلي دي. يو کس چي مخ ئې پټ دی راځي او د تيلو هغي کرښي ته اور اچوي چي قفس ته ورغلې ده. پيلوټ په قفس کي په ژوندوني اور اخلي.

د ويډيو ريښتينوالی د هغو کارپوهانو له خوا تائيد سوی دئ، چي په انترنيت کي د تروريستانو کړه وړه څاري.

اردنی پيلوټ الکسابه، د تير کال په دسمبر مياشت کي په سوريه کي هغه مهال ونيول سو، چي الوتکه ئې راولوېده. د اردن د معلوماتو له مخي الکسابه د جنورۍ مياشتي پر ۳مه نېټه لا وژل سوی دئ.

اردن په هغه ائيلاف کی دئ چي د امریکا په مشرتوب په عراق او سوريه کي پر اسلامي دولت ډلي باندي هوايي يرغلونه کوي.

د اردن پاچا عبدالله دوهم، د ويديو د خپرېدو پرمهال په واشنگټن کي دئ. عبدالله له واشنگټنه ويلي دي: «په ډيري خواشينی سره خبر سوم چي اتل پيلوت الکسابه د ترهگري ډلي اسلامي دولت له خوا په بې رحمانه توگه وژل سوی دئ. دغه وحشي تروريستي ډله په هيڅ صورت زموږ له دين سره تړاو نه لري.»

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د «اسلامي دولت» ډلي له خوا د اردني پیلوټ وژنه ډير وحشیانه عمل گڼلی او هغه ئې په کلکه وغانده:

«تاسی پوهیږي چي زه همدا اوس د خپري سوي ویديو له متن څخه خبر سوم. د هغې جزئیات لا تراوسه ماته روښانه نه دي. خو که چیري دا ویديو اصلي وي، نو دا د دغه سازمان د وحشت او بربریت یو بله نښانه ده. نو له دې امله ایجاب کوي چي د دا ډول یو ترهگر سازمان پر ضد نړیوال ائتلاف نور هم دوه برابره پیاوړی سي او هغه ته بلاخره ماته ورکړل سي.»

د آلمان لومړۍ وزيري انگيلا ميرکل هم د اردن پاچا ته په يوه تلگرام کي تسليت وړاندي کړی دئ. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم دغه عمل سخت غندلی دئ. د ملگرو ملتونو امنيت شورا هم دغه عمل يو «بربريت» بللی او سخت غندلی دئ.