1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اداري فساد: پر اروپايي پاسپورټونو باندي لوی تجارت

۱۳۹۷ آبان ۱۸, جمعه

په بلغاريا کي لږ وخت دمخه د جعلي تابعیت ورکولو یوه معامله رسوا سوه. خو دا په اروپايي ټولنه کي لومړۍ قضیه نه ده: اروپايي دولتونه حتی په رسمي ډول د پاسپورټونو تجارت پرمخ بیایي.

https://p.dw.com/p/37wl5
Pässe Deutsche Staatsangehörigkeit für EU-Bürger
انځور: Katarzyna Domagala-Pereira

د اروپايي ټولني تابعیت او یا یې دایمي ویزه په لاس راوړل په ټوله نړۍ کې یو ډیر سخت کار دی، خو په عین حال کي هغه یوه ډیره گټوره معامله هم ده. د اروپايي ټولني پاسپورټونو ته ډیره تقاضأ په وروستیو کلونو کي داسي یو بازار رامنځته کړی دی، چي د اکثرو اروپايي ټولني رشوت خوره مامورینو د اسنادو په جعلي کولو سره دې کار ته لار هواره کړې ده. خو یوازي دا خبره هم نه ده: حتی په رسمي ډول د اروپايي ټولني ډیر هیوادونه غواړي دغه گټور تجارت پر مخ بوزي او د «طلايي ویزې» تر نامه لاندي د تابعیت او دایمي ویزې په ورکولو سره د ميلیاردونو یورو معاملې وکړي.

وروستۍ نوې پیښه د تیري اوونۍ په پای کي په بلغاريا کي رسوا سوه، د دې په تړاو تقریباً۲۰ مامورین موقتاً بندیان سول: دغو مامورینو له کلونو راهیسي د مقدونیا، ملداویا او اوکراین اتباعو ته په غیرقانوني ډول سره د بلغاریايي نسب (شجره نامې)سندونه جوړول او په مقابل کي یې په زرونو یورو پیسې ځني اخیستلې. د بلغاريا د قوانینو مطابق څوک چي د نسب دغه ډول سند ولري، کولای سي بلغاریايي تابعیت هم په لاس راوړي.

که څه هم دغه پيښه له ۲۰۱۲م کال راهیسي لا رسوا سوې وه، خو هغه تعقیب نه سوله. کله چي د عدلیې په وزارت کي د بلغاریايي تابعیت ورکولو مسؤلي کاتیا ماتیوا دغه موضوع تعقیب کړله، نو حتی د ۲۰۱۷م کال په سپټمبر کي  له وزرات څخه لیري سوله . خو داچي اوس بیا سربیره پردې په اداري فساد کي ښکیل مامورین بندیان کیږي، کیدلای سي د حکومتي مامورینو په منځ کي د رقابت او گټو پر سر جنگ په دلیل وي.

Bulgarisch-türkische Grenze
انځور: picture-alliance/Joker/est&ost/M. Fejer

په رومانیا او هنگري کي د نسب ورکولو معاملې

د بلغاريا ترڅنگ د رومانیا او هنگري د قوانینو مطابق ددغو هیوادونو د نسب درلودلو سند د تابعیت د ورکولو دلیل گرځي. د رومانیا له پاره په اول قدم کي ملداویا مطرح ده. د دغه هیواد دوه پردریمه برخه اوسیدونکي رومانیايي شجره لري.

په اوکراین کي هم یو لږ اقلیت رومانیایان ژوند کوي. خو لکه په بلغاريا په رومانیا او هنگري کي هم له کلونو راهیسي پر دې باندي سختي گټمني معاملې رواني دي، چي په غیر قانوني ډول سره نور کسان هم ترې گټمنيږي. مثلأ په زرونو روسانو او اوکراینیانو هم د شجرې په لاس ته راوړلو سره ددغو هیوادونو تابعیت اخيستی دی.

د اروپايي ټولني په نیمايي هیوادنو کي د«طلايي ویزې» پروگرام

له بلي خوا بیا د «طلايي ویزې» په ورکولو سره په ټوله اروپايي ټولنه کي عملاً یوه ډیره گټوره معامله روانه ده. داسي چي د غیر اروپايي ټولني اتباع د پیسو په ورکولو او یا په دغو هیوادونو کي په پانگوني سره تابعیت او یا هم  دایمي ویزې په لاس راوړي.

Symbolbild Euro-Geldscheine
انځور: picture-alliance/imageBroker/F. Waldhäusl

د اروپايي ټولني تقریباً نیمايي غړي هیوادونه، لکه بلغاريا، یونان، انگلستان، لیتونیا، لاتویا، مالتا، اتریش، پرتگال، هنگري او قبرس دغه ډول پروگرامونه وړاندي کوي.

لکه څنگه چي Transparency International  او Global Witness سازمانونو د اکتوبر میاشتي په سرکي په یوه رپوټ کي لیکلي دي، په تیرو لسوکلونو کي په دغو هیوادونو کي حداقل ۶۰۰۰ د تابعیت اقامې او۱۰۰۰۰۰ دایمې ویزې ورکړل سوي دي. له دې لاري په لاس راغلئ عايد ۲۵ ميلیارده یورو ته رسیږي.

دغه سازمانونه وايي، چي د «طلايي ویزې» پروگرام نه یوازي پیسو سپینولو ته لار خلاصوي، بلکي هغه د جنایتکارو تجارانو او معامله گرانو له پاره د مهاجرت یو پروگرام هم دی. ځکه نو دغه پرگرام باید ژر تر ژره بند سي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 07.08.2018)