1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمدولي کرزی: دباندي مي پيسې نه دي ايستلي

۱۳۸۹ شهریور ۳, چهارشنبه

د کندهار د ولايتي شورا ريس د واشنګټن پوست ورځپاڼي هغه رپوټ بې اساسه بللی چي وايي هغه په تيرو څو مياشتو کي ديارلس محمولي ډالر د کندهار د هوايي ډګر څخه بهرته انتقال کړي دي.

https://p.dw.com/p/OvWu
پر ما دا تورونه داسي محال لګول کيږي چي د حامد کرزي او بهرنيانو تر منځ په اړيکو کي تت والی رامنځ ته سي
پر ما دا تورونه داسي محال لګول کيږي چي د حامد کرزي او بهرنيانو تر منځ په اړيکو کي تت والی رامنځ ته سيانځور: DW

واشنګټن پوست د امريکا د څارګي ادارې د چارواکو په حواله ليکلي ول چي، دوﺉ د ډالرو هغه يو شمير بکسونه ليدلي چي په احمدولي کرزي پوري تړلي ول او د کندهار له هوايي ډګر څخه دوبی ته انتقال سوي.

خو احمد ولي کرزی دغه تورونه نه مني نوموړی چي غربي رسنۍ ورته د جنوبي افغانستان پادشاه وايي په يوه خبري غونډه کي د واشنګټن پوست ورځپاڼي دغه رپوټ بي اساسه او د دوﺉ کورنۍ ته يو سياسي ګزار وباله.

« پر ما دا تورونه داسي محال لګول کيږي چي د حامد کرزي او بهرنيانو تر منځ په اړيکو کي تت والی رامنځ ته سي، ولسمشر په دي ورستيو کي د شخصي امنيتي کمپنيو فعاليت لغوه اعلان کړ، پر ما لګول سوي تورونه د ولسمشرکرزي د همدې پرکړي په وړاندي غبرګون دی».

د کرزي په وينا تيري درې څلور مياشتي چي د افغان حکومت او امريکا تر منځ اړيکي ښې وې هيڅ خبره نه وه خو اوس چي يې تر منځ د امنيتي کمپينو پر سر ستونزه را پو رته سوې په هغه پسي بيا بيا ليکني کيږي.

نوموړي د ځان په اړه لګول سوي تورونه خيالي کيسي وبللې او ويي ويل چي د امريکا د څارګري ادارې غوندي يوي ځواکمني اداري مامور څرنګه د خپل نوم د نه ښودلو په شرط واشنګټن پوست ته معلومات ورکوي.

بهرته په زيات شمېر کي د ناقانونو پيسوانتقال هغه مسله ده چي له افغان دولت سره يي د مرستنديو ټولنو انديښني را پارولي دي.

څه موده د مخه هم غربي رسنيو ته لوړپوړو لوېديز والو ويلي ول چي د افغانستان څخه په ملينونو ډالره د باندي وزي.

د هغوﺉ په خبره چي په دې کي د حامد کرزي د کورنۍ او د هغه د کابينې يو شمېر غړي شامل دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل