1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتن: سارا مارديني په ضمانت له بنده خوشې شوه

۱۳۹۷ آذر ۱۸, یکشنبه

د «بمبي» جايزې ګټونګې، سوريايي سارا مارديني، په يونان کې تر څو مياشتو بند تيرولو وروسته، په ضمانت خوشې شوه. مارديني د يونان په ليسبوس ټاپو کې د مهاجرو د يوې مرستندويې په توګه کار کاوه.

https://p.dw.com/p/39kx1
Sarah Mardini
انځور: Getty Images/A.Schmidt

سارا مارديني د سه شنبې په ورځ په اتن کې د ۵ زره يورو ضمانت په بدل کې له زندانه خوشې شوه. له هغې څخه يې دوستانو تود هرکلی وکړ. مارديني چې له بند څخه تر خلاصيدو وروسته ستومانه ښکاريده، نه غوښتل چې له رسنيو سره خبرې وکړي.

دغه سوريايي ميرمن چې په اصل کې آلمان کې اوسيږي، د يونان په ليسبوس ټاپو کې مهاجرو ته د مرستو رسولو په يوه نړيوال سازمان «د عاجلو تدابيرو د همغږي کونکي مرکز» ( ERCI) کارکوونکې وه. له مارديني علاوه، د ياد سازمان څلور نور غړي هم له بنده خلاص شوي. دوی پر دې تور بنديان شوي ول چې يونان ته د مهاجرو د دننه کيدو په برخه کې يې له هغو سره غيرقانوني مرستې کړې دي. د (ERCI) سازمان پر ۳۰ نورو غړو هم ورته تور دی چې د يونان قضا يې اوسمهال په اړه تحقيقات کوي.

دوه کاله مخکې هيڅ چا داسې فکر نه کاوه چې سوريايي لامبو وهونکې سارا مارديني دې يوه ورځ د قاچاق، جاسوسۍ او د پيسو په سپينولو تورنه شي. مارديني او د هغې خور يوسرا په همدې وروستيو کې د آلمان مشهوره تلويزيوني جايزه (بمبي) ترلاسه کړه. دوی ته دغه جايزه د دوی د هغو خدماتو په درناوي چې د انسانانو د ژوند د ژغورنې له پاره يې ترسره کړې ورکړل شوه.

Bambi-Verleihung
مارديني او يوسرا د جايزې ترلاسه کولو په مراسمو کېانځور: Picture-Alliance/dpa/C. Bilan

دغو دوو سوريايي خويندو په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرو يوې کښتۍ ته چې د ډوبيدو له خطر سره مخ وه نجات ورکړی وو. په دغې کښتۍ کې دوی دواړه هم سپرې وې. دوی د لامبو د هغو مهارتونو په مټ چې دوی يې لري، توانيدلې وې چې له مهاجرو ډکه کښتۍ د څو ساعتونو له پاره په پړي سره په ځان پسې کش او ساحل ته يې وباسي.

تر هغې وروسته سارا او يوسرا مارديني په آلمان کې ميشت شولې او د مهاجرو په چارو کې يې د مرستو رسولو فعاليتونه پيل کړل. يوسرا مارديني د ۲۰۱۶م کال د ريو دې جينيرو په المپيک سياليو کې د مهاجرو په لوبډله کې ګډون وکړ. تر هغې وروسته سارا د يونان په ليسبوس ټاپو کې مهاجرو ته د عاجلو مرستو رسولو په يوه نړيوال سازمان کې کار پيل کړ.

يوناني چارواکي پر هغې تور لګولی چې د يوې «جنايي شبکې» غړيتوب لري کومه چې يونان ته د غيرقانوني مهاجرو په داخلیدو کې مرسته کوي. دوی همدا ډول وايي چې هغه د قاچاقبرانو له يوه سازمان سره هم همکاري کوي. پر دغو فعالانو همدا ډول تور دی چې په غيرقانوني توګه يې د يونان د ساحلي او د اروپا د بهرنيو سرحدونو د ساتونکي آژانس «فرونټکس» مخابرې اوريدې.

خو د سارا مارديني مدافع وکيل کسس، له دويچه وله سره په مرکه کې دغه تورنه رد او هغه يې بې بنسټه وبلل. هغه زياته کړه: «تر ټولو کوچني شواهد هم شتون نه لري چې وښيي مارديني او د سازمان نور غړي دې له قاچاقبرانو سره اړيکې لرلې وي.» هغه همدا راز وويل: «پوليسو ګرځنده تيلفونونو او بانکي حسابونو ته هم لاسرسی پيدا کړی خو هيڅ شی يې نه دي موندلي.»

Syrien Flüchlinge Schwestern Sarah und Ysra
مارديني د ريو دي جينيرو المپيک سياليو پر مهالانځور: picture-alliance/dpa/M. Sohn

د سارا مدافع وکيل دغه راز وايي دا چې دغه مرستندوی سازمان په مديترانې سمندرګي کې د مهاجرو په اړه په ډيرې چتکۍ معلومات ترلاسه کوي، دا کار يې د جرم ښکارندويي نه کوي. د هغه په وينا دا ځکه چې ډيری مهاجر د ټولنيزو شبکو، لکه فيسبوک له لارې يو بل سره اړيکي نيسي او وايي چې په کوم ځای کې موقعيت لري.

د کسس په وينا، د مارديني او د هغې د همکارانو محققانو پر دوی تور لګوي چې د (واټس اپ) په يوه ډله کې فعال ول. د هغه په وينا په دغې ډله کې د مختلفو سازمانو، لکه د بې پولې داکترانو او همدا رنګه د پوليسو د افسرانو په ګډون نژدې ۴۰۰ کسان فعال ول او په خپلو کې يې نظرونه او معلومات شريکول.

د بيلګې په توګه که کله به يوه کښتۍ پيژندل کيده او يا به په یوه سيمه کې د جامو اړتيا ليدل کيده، په داسې حال کې چې دغه معلومات د وټس اپ په يوه داسې ډله کې چې هغې کې مختلف چارواکي هم فعال وي او بيا دغه کار د انساني قاچاق نښه بلل کيږي، د مدافع وکيل کسس له پاره يوه معما ده. بله پوښتنه چې په دې برخه کې راولاړيږي دا ده چې ولې يوازې مارديني او يو شمير نور تورن کيږي.

د دغو شديدو تورونو په پايله کې په عاجلو حالاتو کې مهاجرو ته د مرستو رسولو سازمان په ليسبوس ټاپو کې خپل فعاليتونه ودرول. مدافع وکيل کسس وايي چې دا هماغه څه دي چې چارواکو غوښتل: «دا په ښکاره توګه هغه څه له پاره هڅه ده چې بشردوستانه مرستې جرمي شي او په پلمه يې مرستندوی سازمانونه دې ته اړ ايستل شي چې لیسبوس او د يونان نور ټاپوګان ترک کړي.»

nka, nf (eisele)

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: