1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش د یو افغان «همجنسباز» مهاجر څخه بخښنه وغوښته

۱۳۹۷ مرداد ۲۶, جمعه

د اتریش د مهاجرت د چارو ادارې د هغه یوه افغان مهاجر څخه بخښنه وغوښته چې د نوموړي مهاجر پر همجنسبازی یې شک درلود. دغه مهاجر ادعا کړې چې د همجنسبازۍ له کبله په افغانستان کې تر تعقیب لاندې دی.

https://p.dw.com/p/33K9v

څو ورځې وړاندې د یوه ۱۸ کلن افغان مهاجر د همجنسبازۍ د ادعا داسې رپوټونه خپاره شول چې په اتریش هیواد کې یې د پناه غوښتنې ته منفي ځواب ورکړل شوی وو. د دغه افغان مهاجر د پناه غوښتنې د پریکړې په برخه کې د اتریش هیواد د مهاجرت د چارو د ادارې یوه چارواکي لیکلي وو چې دغه ۱۸ کلن مهاجر د کم سنه مهاجرینو په کمپ کې له نورو ځوانانو سره فزیکي جګړه کړې. دغه چارواکي افغان مهاجر ته په خطاب کې د هغې په دوسیه کې لیکلي وو چې له همجنسبازانو څخه د دغه راز غوسې تمه نه کیږي. 

د نوموړي افغان مهاجر په هکله د فالتر په نامه یوې اتریشۍ اوونیزې مجلې رپوټ خپور کړی وو. د اتریش هیواد د مهاجرت د ادارې دغه چارواکي د نوموړي افغان مهاجر د پناه غوښتنې د پریکړې په پای کې لیکلي وو چې له دې کبله چې ته همجنسباز نه یې، نو بیرته خپل هیواد ته د تګ په برخه کې ستا ویره موجوده نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اتریش د مهاجرت د چارو ادارې ویلي چې دغه چارواکی د روان کال په مې میاشت کې وروسته له هغې چې د نوموړي په پریکړو کې ځینې ستونزې لیدل شوي، په یوه بله دنده ګمارل شوی دی. د اتریش هیواد د مهاجرت ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی د پریکړې په برخه کې د خپل کارکوونکي د بد سلوکه څرګندونو له کبله پښیمانه دي.