1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اتريش غوښتنه: پر پولو دې پوځي ځواکونه ميشت شي

۱۳۹۷ شهریور ۱۰, شنبه

اتريش وړانديز کړی چې د اروپايي ټولنې پر بهرنيو سرحدونو د لا زيات کنترول او د غيرقانوني مهاجرو د مخنيوي په موخه دې د دغې اتحاديې پوځ په ماموريت وګمارل شي. يو شمير هيوادونو ويلي چې دغه کار ته اړتيا نه ليدل کيږي.

https://p.dw.com/p/348QK
Frankreich Eurokorps-Soldaten hissen die EU-Fahne vor dem Parlament in Straßburg 2014
انځور: Getty Images/AFP/P. Hertzog

ديپلوماتانو په دې اړه ويلي دي چې دغه غوښتنه د اتريش د دفاع وزير ماريو کوناسک په يوه غونډه کې چې په ويانا کې د تړلو دروازو تر شا تر سره شوه، مطرح شوې ده. کوناسک خپل دغه نظر په تير وخت کې د اتريش پولو د ساتنې په موخه د اتريشي پوځيانو ګمارني ته په کتو، خپلو اروپايي همکارانو ته مطرح کړی دی. هغه ويلي دي چې دغه ځواکونه به د پوليسو تر مشرۍ لاندې کار کوي.

ماريو کوناسک تر غونډې وروسته خبريالانو ته ويلي دي: «مونږ بايد خپل سرحدونه په موثره توګه حفاظت کړو. د دغه وړانديز پر سر مثبتې خبرې ترسره شوې.»

د اروپايي اتحاديې د څو غړو هيوادونو حکومتونو په جلا جلا توګه له مهاجرو سره د چلند د څرنګوالي سياست په تړاو د دغې اتحاديې پر څو برخو ويشلو، په دغې قاره کې مهاجرو ته د هستوګنځايونو پر ورکړې او په راتلونکې کې د مهاجرو د څپو د مخنيوي په موخه خپلې انديښنې ښکاره کړي دي.

د اتريش حکومت مصمم دی چې د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت بحران له تکرار څخه مخنيوی وکړي. په دغه کال له شمالي افريقا او منځني ختيځ هيوادونو څخه له يو ميليون نه ډير مهاجر اروپا ته راغلل.

ايتاليا او هنګري د اروپايي اتحاديې د مهاجرت سياست په ډيره جدي توګه ردوي او په پر له پسې توګه يې د مهاجرو او پناه غوښتونکو پر مخ د خپلو سرحدونو د تړلو امر ورکړی دی.

آلمان او استونيا د هغو هيوادونو له ډلې څخه دي چې پر پولو د پوځي ځواکونو مستقر کيدو ته د شک په سترګه ګوري. د استونيا د دفاع وزير يوري لويک د رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «څو داسې واړه انتخابونه وجود لري چې که حتی په نظري توګه هم وي، خو په پولو کې دې له پوځيانو کار واخيستل شي. که چيرته کومه پوځي ستونزه شتون ونه لري، په هغه صورت کې بيا ټول کارونه د پوليسو لخو پر مخ وړل کېدای شي.»

يوه اتريشي چارواکي ويلي دي چې دغه وړانديز د يو اروپايي سيستم جوړيدل په پام کې لري. د هغه پر وينا هدف دا دی چې پر پوليسو باندې د کاري فشارونو د زياتيدو په صورت کې به د اروپايي پوځيانو له امکاناتو، لکه روغتيايي خدمات، چورلکې او عسکرو څخه کار اخيستل کيږي.

د دغه اتريشي چارواکي په خبره، پوليس او ملکي مسئولان هم کولای شي له هر ډول عملياتو څخه چې په هغو کې د پوځ سرتيري نقش ولري، نظارت وکړي.

د دې ټولو سره سره، د اروپايي اتحاديې کميسيون وړانديز کړی دی چې د دغې اتحاديې د سرحدي ساتونکو شمير به په راتلونکو اوو کلونو کې لس زرو ته پورته شي. په حاضر وخت کې د دغو ساتونکو شمير يوازې د څو سوو کسانو په حد کې دی.

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: