اتريش: د «فوکينګ» کلي بالاخره د نوم بدلولو پرېکړه کړې ده
۱۳۹۹ آذر ۸, شنبهد فوکينګ په نوم اتريشی کلی به د جنورۍ د لومړۍ نېټې وروسته د فوګينګ په نوم ونومول شي په دې توګه یوازې (ک) یې په (ګ) اړولی دی. دا چې دغه نوم د «فاکينګ» په تلفظ سره په انګليسي کې يوه حيرانونکې معنی ورکوي، نو ډېر سيلانيان به ورته راتلل او کلي ته د ننوتلو پر مهال به يې لوحه هم په تکرار سره غلا کوله.
دغه خبره د دغه ځای کليوالې شورا د پنجشنبې په ورځ کړې ده. د سيمې ښاروالې، اندريا هولڅنر د اتريش Oe24 چېنل ته ويلي دي د نوي ميلادي کال په رارسېدو سره به دغه نوم اوس بدل شي. دغه وړوکی کلی چې تقريبا سل تنه اوسېدونکي لري، د آلمان د خبري اژانس په حواله د کلونو راهيسې د نامه د بدلولو هڅه کوي.
د دغه کلي نوم چې د زالڅبورګ ښار شمالي لوري ته د آلمان پولې ته څېرمه پروت دی، په آلماني ژبه کې هيڅ کومه مشخصه معنی نه لري.
انترنېټ د کلي نوم مشهور کړی وو
د انترنېټ د رامنځ ته کېدو تر مخه دغه کوچني کلي ته ډېره پاملرنه نه کېده، خو په انترنېټي دوره کې هغه د تر ټولو عجيبه او حيرانونکو ځايونو او نومونو په نوملړ کې راڅرګند شو.
تېر کال ځينو ځايي اوسېدونکو له دغه نوم څخه ګټه واخيستله څو نړيوالو ته خپل د چاپېريال ساتنې پيغامونه ورسوي، مثلا دغه جمله يې تر لوحې لاندې نصب کړه: "Our climate is — Fucking — important!”
دا په داسې حال کې ده چې د فوګينګ نوې بڼه اوس ښايي د ځايي خلکو له اصلي تلفظ سره زيات سمون ولري. خو د Oberfucking او Unterfucking يعنې د بر فوکينګ او کوز فوکينګ په نوم د څېرمه پرتو کليو د نومونو په هکله تر اوسه کوم تصميم نه دی نيول شوی.
د فوکينګ کلی د زرو کلونو راهيسې تر خپل دغه اصلي نامه لاندې شهرت درلود چې اوس به يې نوم بالاخره بدل شي.
ايليټ دوګلاس/ن ص/خ ح