1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين او پارکينسون، خو ډاکتران څه وايي؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۰, شنبه

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کريملين له خوا خپره شوې يوه ويډيو کې د پوتين روغتيا خرابه ښکاري. ځينې مبصرين او ورځپاڼې ادعا کوي چې پوتين په پارکينسون اخته دی. خو طبيبان څه وایي او پارکینسون څه ډول ناروغي ده؟

https://p.dw.com/p/4Aeb0
Russland Moskau | Wladimir Putin
انځور: Kremlin Press Service/Handout/AA/picture alliance

د متحده آيالاتو له سناتور، مارک روبيو څخه نيولې د پوهنتون د پروفيسورانو، سياست پوهانو او د زيړ يا ولسي ژورناليزم تر ورځپاڼو پورې ډېر خلک ادعا کوي چې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی. خو د ګنګوسو او آوازو په دغه څپه کې چې ادعا کيږي پوتين د پارکينسون مريضي يا د درقيې (تاريرايډ) غدې سرطان لري، د يوې ډلې يعنې د طبي کارپوهانو نظر لا نه دی اورېدل شوی.

په يوه ۱۲ دقيقه يي ويډيو کې د روسيې د دفاع وزير سرګي شويګو سره په کتنه کې، ليدل کيږي چې پوتين چې پر اوکراين د بريد مسئوليت لري، ځان په يوه مېز پورې کلکوي. پښه يې خوځېدله او اسکيرلی او غونډ ناست و. دغه کليپ د تېرې اوونۍ په پای کې د روسيې د حکومت له خوا نشر شوی و. په دغه ویډیو کې د پوتين مخ تر پخوا لږ څه پړسېدلی غوندې هم برېښېده.

دغې ويډيو د آنلاين برخې ځينې مبصرين، مثلاً د بريتانيې د محافظه کار ګوند پخوانۍ استازې، لويز مېنش، دې ته هڅولې چې په ټويټر کې وليکي، د روسيې ولسمشر په پارکينسون مرض باندې اخته دی.

ډېرو د زيړ يا ولسي ژورناليزم ورځپاڼو دغه ادعا را اخيستې ده او په رپوټونو کې د نورو تر څنګ د ستراتيژيک کمونيکيشن (اطلاع رسونې) يوه پروفيسور، يو څو تنو سياسي شنونکو او د بدني علايمو يوه پروفيسور هم د نظر اظهار کړی دی. خو هيڅ کوم ډاکتر په دې برخه کې لا خپل مسلکي نظر نه دی شریک کړی. دا ښايي کوم تصادف نه وي.

پرته له معيناتو تشخيص نه کيږي

جان هارډي، چې د دېمنتيا څېړنيز مرکز د اعصابو جنتيک پوه دی، ډي ډبليو ته وويل چې »اصلي اعصاب پوهان ښايي خپل نظر اظهار نه کړي ځکه چې هغوی ته ښودل کيږي چې د خپلو ناروغانو پرته د هيڅ بل کس په هکله خبرې ونه کړي.«

هارډي ټينګار کوي چې هغه د اعصابو جنتيک پوه، نه د اعصابو ډاکتر دی. خو د داسې یوه کارپوه په صفت نظر وړاندې کوي چې د مغزو له ناروغيو سره يې ځان بوخت ساتلی دی. نوموړی وايي چې »زما په نظر هيڅ د پارکينسون نخښې نه شته«، خو »هغه ښه نه معلومېده، مګر دا د پارکينسون ناروغي نه ده.«

رای چادهوري چې د لندن پوهنتون د اعصابو ډاکتر دی، دغه ارزونه تائيدوي. چادهوري ډي ډبل يو ته وويل چې »کله چې دغه لنډ کليپ وينم، نو په پوتين کې د پارکينسونيزم هيڅ علايم نه مومم.«

چادهوري زياتوي چې د پارکينسون د ناروغۍ او د پارکينسونيزم تشخيص ډېر سخت دی چې يوازې د دقيقې عصبي معاينې له لارې کېدلی شي. د چادهوري په خبره »د مخ پړسوب او لړزېدا بېل دلايل لرلی شي، او ما ترېمور (د رپېدلو يو حالت) هم ونه ليد.«

Russland Simferopol | Fernsehübertragung mit Wladimir Putin in einem Geschäft
د پوتين د ناروغتيا په هکله آوازې صحت لري؟انځور: Sergei Malgavko/TASS/dpa/picture alliance

دا د حيرانتيا خبره نه ده چې د دنيا د ځواکمنو سياسيونو د روغتيايي وضعيت په هکله اټکلونه کيږي. رسنيو په ۲۰۲۰ کال کې د متحده آيالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د کرونا د مثبت تست، په ۲۰۱۹ کال کې د آلمان د لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل د رپېدو په اړه او په په عين کال کې د پاپ فرانسيس د کولمو د عملياتو په هکله هم رپوټونه ورکړل.

د کلونو راهيسې کريملين د پوتين روغتيايي وضعيت پټ ساتي چې ژورناليستان او سياست پوهان دې ته هڅوي چې د روسيې د ولسمشر هر حرکت دقيق وڅاري څو د ضعف او يا ناروغۍ علايم پکې پيدا کړي. داسې آوازې چې ګوندې پوتين د تايرايډ غدې سرطان، د ملا جدي مشکلات او حتی رواني ستونزې لري، د ولسمشر پوتین په باره کې د ورځنيو رپوټونو يوه برخه ګرځېدلې ده.