۱۳۹۷ آبان ۲۰, یکشنبهد افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی دی چې د ولسمشرۍ ټاکنو په ګډون به څلور ټاکنې همهاله ترسره کړي. د دې اعلان له مخې به د راتلونکي ۱۳۹۸ لمریز کال د وري پر ۳۱مه ولسمشریزې، د غزني د ولسي جرګې، د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ترسره شي. خو د ټاکنو څارونکي بنسټونه بیا د ټاکنو کمېسیون پر مدیریتي ظرفیت باور نه لري.