پریانکا چوپړا: «کاشکې مو تر مخه ښه پلان جوړ کړی وای»
۱۳۹۸ فروردین ۲۴, شنبهد هندوستان د سینما ۳۶ کلنې وتلې ستورې پریانکا چوپړا له نن څخه څلور میاشتې وړاندې په هندوستان کې تر درې ورځنیو مراسمو وروسته له ۲۶ کلن امریکايي سندرغاړي نیک جوناس سره واده وکړ. له نیک جوناس سره تر کابو څلورو میاشتو ګډ ژوند وروسته، پریانکا چوپړا د جمعې په شپه په نیویارک کې په یوه تلویزیوني پروګرام کې وویل چې «هیله منه یم چې دا به زما یوازنی واده وي.»
د هندوستان د سینما دغې ستورې همداراز په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دغه ټولې پیښې [د واده پرېکړه او واده] په ډیر لنډ وخت کې وشوې. په اکتوبر میاشت کې موږ د واده کولو پریکړه وکړه او بیا مو وروسته په دسمبر میاشت کې واده وکړ. موږ د دې مراسمو فلمونه ولیدل او ومو ویل چې ډیر ښه به وي، خو که اوس ورته وګورو، نو ښه به دا وای چې هر څه مو ښه پلان کړي وای.
په اصل کې پریانکا چوپړا هیڅ وخت تمه نه درلوده چې له جوناس سره به واده وکړي. هغه وايي چې «زه هغه له دوو کلونو راهیسې پیژنم او ما هیڅکله هم فکر نه کاوه چې له هغه سره به واده وکړم.» چوپړا زیاتوي چې ښايي دا زما خپله نیمګړتیا وي. ما تر ډیره پورې د هغه د ظاهر په هکله فکر کړی وو. کله چې په خپلو کې ملګري شوو هغه زه ډیره حیرانه کړم. زه هغه ته [نیک جوناس] ته د «زاړه جونانس» نوم اخلم. هغه د یوه زاړه شخص روح په ځان کې لري او ډیر هوښیار دی. دغه راز یو کس زما له پاره ډیر ښه دی، ځکه هغه ما پر ځمکه ساتي، زه ډیره بې مهاره یم. چوپړا زیاتوي چې هر څه چې زړه مې وغواړي او هر وخت یې چې وغواړي، هغه کار زه کوم او هغه [نیک جوناس] په دغه راز وضعیت کې له ما ملاتړ کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې جوناس په دې وروستیو کې له خپلو دوو وروڼو سره د (جوناس وروڼو یا جوناس بردرز) په نامه د موسيقۍ ګروپ جوړ کړی او په دې ترتیب سره د یوه کنسرت په ترسره کولو سره غواړي بیرته د موسیقۍ ډګر ته را ودانګي.
په ورته وخت کې یو شمیر هندي رسنیو بیا تر دې وړاندې د چوپړا او جوناس ترمنځ د ستونزو په هکله رپوټونه خپاره کړي وو او ادعا یې کړې وه چې دوی دواړه غواړي د خپل ګډ ژوند لارې جلا کړي او سره بېل شي.
د انډیا ټوډې په نامه انترنتي رسنې د یوې سرچينې په حواله لیکلي چې دوی د کار، پارټي کولو او ګډ وخت د تیرولو ترڅنګ پر هرې موضوع جنجالونه کوي. یادې سرچینې دغې رسنۍ ته هم ویلي چې دوی د واده په برخه کې بیړه کړې او اوس یې دوی قیمت پرې کوي.
DPA-KH-NS