آیا هوايي لفتونه د موټرو ازدحام د مخنیوي حل لاره ده؟
د لاتین امریکا په بیلا بیلو ښارونو کې هوایي لفتونه په څو دقیقو کې نه یوازې په زرونو کسان له یوه ځایه بل ته انتقالوي، بلکې د موټرو بیروبار هم کموي او له چاپیریال سره هم مرسته کوي. ځکه چې هیڅ لوګی نه تولیدوي.
ریو دي ژینيرو، برازیل
دغه «چیرلفت» یا هوایي لفت په ریو دي ژینرو کې له ښار څخه تر مشهور غره شوګرلوف، پورې غځیدلی دی. په دغه یوه واګون کې ۶۵ مسافر ځایږي او سفر یې یوازې درې دقیقي وخت نیسي. دغه هوایي لفټ په ۱۹۱۲م کال کې پرانیستل شوی دی. خو زیاتره سیلانیان پکښې ځي.
لا پاز، بولیویا
د نړۍ تر ټولو اوږد مسیر لرونکی هوایي لفت په لا پاز کې دی. دغه ټول مسیر تر ۳۰ کیلومترو زیات دی او په یوه ورځ کې ۱۵۹۰۰۰ مسافر لیږدوي. دغه لفت په ۲۰۱۴م کال کې پرانیستل شو او لا پاز له ایل التو، سره نښلوي. دغه ښار په نړۍ کې تر ټولو لوړ ښار دی چې د سمندر له سطحې ۴۰۵۰ متره لوړوالي کې موقعیت لري. دغه لفت د دواړو ښارونو تر منځ د اوسیدونکو تګ راتګ ډیر آسانه کړی دی.
میریدا، وینزویلا
د دغه لفت د مسیر اوږدوالی ۱۲،۵ کیلومتره دی. دغه هوایي لفت له میریدا پیلیږي او د وینزویلا د اندن ښار د سیرا نویدا ملي پارک د ایسپخو د غرونو تر لړۍ پورې رسیږي. د دغه هوایي لفت وروستی تمځای ۴۷۶۵ متره لوړ دی. دغه هوایي لفت دوپل مایر، اتریشي شرکت جوړ کړی دی.
میدلین، کولمبیا
دغه هوايي لفت په ۲۰۰۴م کال کې په میدلین، کې پرانیستل شو. نن سبا دغه لفت هره ورڅ تر ۳۰۰۰۰ زیات کسان لیږدوي او د مسیر اوږدوالی یي لس کیلومتره دی. هوایي لفتونه په سویلي امریکا کې د ښارونو تر منځ لومړنۍ چلیدونکې مترو ده چې د کیبل په واسطه فعالیت کوي او د نورو ښارونو له پاره یو سرمشق دی.
سانتیاګو دي چیلي، چیلي
د سانتیاګو دغه هوایي لفت د سن کریستوبال په پارک کې موقعیت لري. دغه لفت په ۱۹۸۰م کال کې پرانیستل شوی او ۴۷ کابینه لري. په شلو دقیقو کې ۴،۸ کیلومتره واټن وهي. په ۲۰۱۶م کال کې د بیا رغیدو تر اووه کلني دمې وروسته بیا پرانیستل شو. که څوک وغواړي کولی شي له ځانه سره خپل بایسکل هم انتقال کړي.
کویتو، ایکوادور
د نړۍ یو تر ټولو لوړ هوایي لفت د ایکوادرو په کویتو کې دی. دغه هوایي لفت چې «تیلیفریکو» نومیږي نوموړی ښار د کروز لوما، له غر سره نښلوي چې د سمندر له سطحې ۴۰۰۰ متر لوړوالی لري. په ۱۸ دقیقو کې سړی دوه نیم کیلومتره واټن وهلی شي.
آیا د آلمان په ښارونو کې به هم دا کار وشي؟
په آلمان کې هم چې د اورګاډو ټاټوبی بلل کیږي، په ښارونو کې د هوایي لفت پر موضوع غور کیږي. د آلمان د هامبورګ د اېلبه سیند دپاسه په دې اړوند د یوې پروژې مخه په یوه ریفرنډم سره ونیول شوه. په بن ښار کې هم پر راین سیند باندې د وینوسبېرګ په سیمه کې د دغه ډول یوې پروژې سخت مخالفت وشو. په دغه ځای کې د پوهنتون روغتون موقعیت لري چې یوازې یو سړک ورغځیدلی چې د موټرو پرې ډیر ازدهام وي.