1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا د وخت تېرو اوبو څښل خطرناک دي؟

۱۳۹۷ مهر ۲, دوشنبه

ډیری کسان دا عادت لري چې  د اوبو یو ډک گیلاس، د خپل چپرکټ څنگ ته ږدي او یا هم هغه برقي چایبر چالانوي چی یوه ورځ مخکې له اوبو څخه ډک سوی وي. خو آیا د دغه ډول اوبو څښل خطرناک دي او که نه؟

https://p.dw.com/p/35OiN
Bildergalerie gefährliche Getränke
انځور: Artusius - Fotolia

په دې خبره ټول پوهیږي چی اوبه سړي ته ژوند وربخښي. خو آیا هغه اوبه چې د یو څه وخت راهیسې ساتل سوي وي، روغتیا ته تاوان رسوي؟ آیا په هغه کی به په اصطلاح، نابللو میلمنو  لکه باکترویاوو او ویروسونو سره مخامخ نه سو؟

موږ ټولو به دا تجربه کړې وي چې زړې اوبه د تازه اوبو په څیر خوند نه لري. په تیره بیا هغه کسان په دې خبره ښه پوهیږي چی عادت لري، د شپې له خوا د اوبو ډک یو گیلاس خپل د چپرکټ څنگ ته کښیږدي او نیمه شپه راکښینې او هغه وڅښي.

په حقیقت کی د هغو اوبو څښل چې په عادي نلونو کی راځي او پروتین او بوره نه لري ، سړی نه ناروغه کوي، او دغه دوې مادې که په آزاده هوا کی کښیښودل سي نو ډېر ژر خرابیږي . خو دا خبره باید له یاده ونه باسو چې دغه اوبه په آزاده هوا کی داسې ویروسونه او باکتریاوي جوړوي چې د ناروغیو سبب کیږي.

گرمه هوا دا خطر نورهم زیاتوي

په خاص ډول که د څښلو اوبه په گرمه هوا کی کښیښودل سي، خطر یې ډیر وي. د « وارنتست» له بڼسټ څخه اینا بوکهولت وایی چې « سړی کولای سي د تیرې شپې اوبه وڅښي خو د تازه اوبو خوند نه لري. ښه به داوي چی که غواړو اوبه د یو څو ساعتو له پاره وساتو، نو باید په یوه یخ ځای کی وساتل سي.»

برقي چاینکې هم له دې حالت څخه استثنا نه دي. د تغذیی او سلامتۍ د برخې مسووله چې د نوموړي بڼسټ د څښلو د اوبو، د آزموینې مشره هم ده وایی، که د اوبو برقي چایبر مو یوه ورځ مخکی ډک کړی وي او سرپوښ یې ټینگ تړل سوی او هوا هم گرمه وي، نو امکان لري چی د هغه اوبه، د ناروغیو د رامنځته کوونکو میکرو ارگانیزمونو، تر یرغل لاندی راغلي وي.

په بوتلونو کی د اوبو ساتل

دغه ډول خبرداری د هغو بوتلانو په اړه هم صدق کوي چې موږ یې د اوبو له نلونو څخه ډکوو. زیاتره کسان کله چی له کوره وځي خپل پلاستیکي یا شیشه یې بوتلان د نلونو له اوبو څخه ډکوي او په نیمه لار کی کله چې تږي سي، له هغو څخه استفاده کوي. که دغه اوبه په ساعتونو په گرم موټر کی وساتلې شي نو امکان لري په هغو کی  میکرو ارگانیزمونو وده کړي وي.

دا خطر په تیره بیا هغه وخت مخ په زیاتدیو وي چی اوبه مستقیماً له بوتل څخه وڅښل سي. دا ځکه چی باکتریاوي او ویروسونه د بوتل په خوله کی ډیر ژر وده کوي او له هغه ځایه زموږ خولې ته ننوزي.

د نل له اوبو څخه سمه استفاده

ولاړې اوبه هم بې خطره نه وي. اینا بوکهولت سپارښتنه کوي، تر هغه ځایه چې ممکن وي باید تازه اوبه وڅښو. د مثال په ډول کله چې له خوبه پاڅو، څرنگه چې د نل له اوبو څخه ټوله شپه استفاده نه وې سوي نو اول باید نل یو څو ثانیې خلاص پریږدو او وروسته گیلاس ډک کړو. هغه اوبه چې په اول سر کی له نل څخه راوزي هغه تودې وي او ممکن چی باکتریاوي پکښې وي او کله چی سړې اوبه راووزي بیا نو هغه پاکې وي او کولای سي سړی یې وڅښي.

د معدني اوبو او پلاستیکي لوښو په هکله ځینې لارښوونې

په بوتلونو کې د اوبو د ساتلو په هکله هم باید له احتیاط څخه کار واخیستل سي. د هغو بوتلو اوبه چې سرونه یې خلاص وي، هم د ډیر وخت له پاره نه سي ساتل کیدای. په خاص ډول د پلاستیکي اوبو بوتلونه. که د پلاستیکي بوتلونو اوبه چې سر یې خلاص سوی وي او ډیر وخت وروسته وڅښل سي، امکان لري هورمون ډوله مواد له پلاستیک څخه اوبو ته انتقال سي. په دې صورت کی مهمه نخښه یې داوي چی اوبه د پلاستیکو خوند کوي.