1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د فسيلي انرژۍ په برخه کې پانگونه کميږي؟

۱۳۹۸ بهمن ۲, چهارشنبه

د ډبرو سکرو، گازو او تېلو په برخه کې پانگونه وار په واره له خطر سره مخاخ کيږي. په نړۍ کې بانکونه د فسيلي انژرۍ له شرکتونو څخه واټن نيسي. د انرژۍ په برخه کې پیسې د نوې کيدونکي انرژۍ د سرچینو له لارې گټل کيږي.

https://p.dw.com/p/3WeQj
Saudi ARAMCO
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Nabil

په اصل کې د لامو ـ آرشپيل ټاپو ته څيرمه پرتې د ډبرو سکرو دستگاه بايد له دې سره مرسته کړی وای چې د کينيا د شمال د بريښنا کمښت ته ځواب ووايي. خو نيم کال ترمخه دا پروژه ودرول شوه. د کينيا يوې محکمې پريکړه وکړه چې په ساحلي سيمو کې دی پر چاپيريال د دې دستگاه د زيانونو په اړه نوې ارزونې وشي. د « DeCOALonize» د کمپاين له خوا د عمر الماوي له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي: «پانگه اچوونکي د دې پروژې له مالي تاوانه خبر نه دي په ځانگړي توگه د بيا نوي کيدونکي انرژۍ د پروژو د برخې په مقايسه.»

د کاربن تريکر په نوم څېړنیز مرکز څخه د مالي چارو کارپوه کنگ مل بوند له نظره اوس په ټوله نړۍ کې تمايل همدا دی. نوموړي له دويچه ويله سره په مرکه کې وويل: «پانگوال له دې سيکتوره پیسې باسي ځکه هغوی ويره لري چې سرمايه به یې په بې ارزښته فسيلي توکو بدله شي.»

خطرناکه پانگونه؟

د بوند په خبره که په نړيواله کچه ورته وکتل شي نو ستر مالي خطر دادی چې د فسيلي موادو جوړښتي تقاضا مخ پر کميدو ده. له ۲۰۱۰م کال راهيسې د فسيلي سوند توکو په برخه کې کلنۍ پانگونې او د فوسیلي انرژۍ ونډې په نړيواله کچه شاتگ کړی دی. په ۲۰۱۸م کال کې د بيا نوې کيدونکي انرژۍ په برخه کې ۲۷۹ ميليارد ډالره پانگونه شوې ده، چې دا د تېلو، گازو او ډبرو سکرو په برخه کې له پانگونې درې وارې زياته ده.

په عين وخت کې د فسيلي سوند توکو په برخه کې منافع هم کمه شوې او د بيا نوې کیدونکي انرژۍ برخه تل په گټه کې وي. د بيا نوې کیدونکي انرژۍ د نړيوال آژانس « IRENA » په حواله له ۲۰۰۹م کال راهيسې د لمریزې انرژۍ بیې۸۰ سلنه ټيټې شوي دي او د بادي انرژۍ بیې د ۳۰ او ۴۰ فيصدو ترمنځ دي.

مالي نړۍ په کرار کرار بيداريږي

څوک چې د لامو په څېر د ډبرو سکرو څخه د بريښنا د توليد کارخانه جوړول غواړي، شريکان او سهم لرونکو واضح ده چې پېسو ته اړتيا لري. د اقليم د بدلون د مخنيوي او د دې ډول پروژو د درولو په موخه د «Divestment» نوم غورځنگ له ۲۰۱۲م کال راهيسې له پانگوالو او ادارو غوښتنه کوي چې د فسيلي انرژۍ له پاره هیڅ پېسې ور نه کړي.

لږ تر لږه له ۲۰۱۵م کال راهيسې د دغه غورځنگ موضوع د مالي بازار په اجنډا کې شامله شوې ده. د انگلستان د مرکزي بانک مشر مارک کارنی په خپله وينا کې چاپيريالي زيانونو ته اشاره وکړه او په مالي سيکتور کې یې د فکر د بدلون غوښتنه وکړه. په دې منځ کې په دې مورد کې هڅې هم پېل شوي دي.

د دې غورځنگ د معلوماتو پر اساس اوس په ټوله نړۍ کې تر۱۱۰۰ زيات موسسات، بانکونه او پانگوال ژمن دي چې د فسيلي انرژۍ په برخه کې نوره هيڅ پانگونه ونه کړي او يا هم پکې قسمي پانگونه وکړي. دغه شرکتونه په ټولیزه توگه تر ۱۲ بليونه ډالرو زياته سرمايه لري. په ۲۰۱۴م کال کې دغه سرمايه ۵۲ میليارده ډالره وه.

آیا په ډبرو سکرو کې نوره گټه نه شته؟

خو پر دې سربیره هم په بازار کې خوځښت موجود دی. د فسيلي انرژۍ مالي سيکتور ټولو مشهور ترک کوونکی نارویژی تقاعدي صندوق دی. د ناروې د خاورو تیلو د دولتي عایداتو ستره برخه دې صندوق ته لويږي چې د کابو يو تريليون يورو سره د نړۍ د تر ټولو شتمن دولتي صندوق دی. لا په ۲۰۱۵م کال کې دې هېواد پريکړه کړې وه چې په راتلونکي کې به نور په هغه شرکت کې پانگونه ونه کړي چې د گټې ديرش سلنه یې د ډبر سکرو څخه وي.

دې هېواد په عين حال کې دا هم ويلي ول چې د بيا نوې کیدونکي انرژۍ په برخه کې به په ميلياردو پانگونه وکړي.

همدا راز د نيويارک د تقاعدۍ صندق هم غواړي په راتلونکو کلونو کې د فسيلي انرژۍ په برخه کې نوره پانگونه ونه کړي. دا شرکت په تولیزه توگه ۲۰۰ میليارده يورو اداره کوي.