1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا جنګي روباتونه د انسانانو له کنتروله وځي؟

۱۳۹۷ شهریور ۶, سه‌شنبه

د اتوماتیکو ځیرکو وسلو سیستم په خپله پریکړه کوي چې کله او پر چا برید وکړي. د دغو وسلو د بشپړتیا بهیر په چټکې سره دوام لري او تر اوسه پوځي قوتونو له دغو وسلو څخه د استفادې په تړاو د الزامي قوانینو له معرفي کولو ډډه کړې.

https://p.dw.com/p/33tbg
USA Kampfdrohne X-47B
انځور: Getty Images

دا کومې وسلې دي؟

دغه وسلې په رسمي توګه د «وژونکي اتوماتیکو ځیرکو وسلو سیستم» په نوم یادیږي چې په انګلیسي ژبه کې یې لنډیز (LAWS) دی. دغه ډول وسلې زیاتره وخت جنګي روباتونه دي، خو په دې کې بې پیلوټه الوتکې، بې چلوونکي اوبتلونه او موټرې هم راځي. منتقدین یې بیا زیاتره مهال د وژونکو روباتونو څخه یادونه کوي.

Roboter Method II
انځور: picture-alliance/NurPhoto/Seung-il Ryu

د دې اصطلاح څخه اصلي مقصد څه دی؟

د وسلو د دغه ډول سیستم له پاره یو عمومي تعریف موجود نه دی. د سره صلیب نړیواله کمیټه دغه وسلې داسې یادوي چې اهداف په خپل سر یعنې د انسان له مداخلې پرته انتخابوي او پرې برید کوي.

آیا دغه ډول وسلې اوس موجودې دي؟

داسې بشپړ اتوماتیک یا خپلواکه وسلې چې د انسانانو پر وړاندې مرګونی زور زیاتی تر سره کړي لا موجودې نه دي. خو د مصنوعي ځیرکتیا او روباتیک په برخه کې ګړندی پرمختګ ته په کتو سره دا یوازې د وخت پوښتنه ده.

Kampfroboter
انځور: imago/ITAR-TASS

مقدماتي بڼه یې څه ډول ده؟

لا اوس ډیرې داسې وسله شته چې د اتوماتیکو ځیرکو وسلو سیستم ځینې خصوصیات لري. نن ورځ توغندي کولی شي چې په مستقله توګه خپل اهداف مشخص کړي، انتخاب یې کړي او حمله پرې وکړي. اوبتلونه چې کوم چلونکی نه لري کولای شي په سمندر کې ماینونه تعقیب کړي. بې پيلوټه الوتکې لا تر مخه دا وړتیا لري چې له خپل ډول الوتکو سره اړیکه ټینکه کړي او په مستقل ډول مشخصې دندې تر سره کوي.

له دغه ډول خپلواکو روباتونو یا وسلو څخه به څه ډول استفاده وشي؟

د یوه جنګي روبات په حافظه کې د هدف وړ کس بایومیتریک مشخصات ځای پر ځای کیږي، چې هغه په مستقله توګه ولټوی او ویې وژني، بې له دې چې کوم ریموټ یا رادرا ته اړتیا ولري چې دغه کار د بې پيلوټه الوتکو په مورد کې صدق کوي. وژونکي اتوماتیک ځیرک د وسلو سیستم خپل ځان ته خپله لارښونه کوي او د یوه عسکر له لوري د فیر کولو امر ته اړتیا نه لري. هیڅوک نه پوهیږي چې څه وخت حمله کوي.

Pentagon Chuck Hagel Boston Dynamics Roboter Vorführung
انځور: Paul J. Richards/AFP/Getty Images

ولې کارپوهان د دې سیستم تکامل ته د جګړې په برخه کې د جدي بدلون په توګه ګوري؟

ځکه چې په دغه سیستم کې یو ماشین د ژوند او مرګ په هکله پریکړه کوي، نه کوم انسان. دا کوم توپیر نه رامنځ ته کوي چې دغه وسله د انسان له خوا جوړه او پروګرام شوې ده.

ولې دغه ډول وسلې د بشري نړیوالو قوانینو سره په تناقض کې دي؟

د بشري نړیوالو قوانینو یو مهم عنصر دا دی چې د برید پر مهال د جګړه کوونکو او ملکیانو تر منځ توپیر وشي. چیرې چې امکان لري باید ملکیان او ملکي تأسیسات جلا شي. مستقل روباتونه بیا دغه ډول تفکیک نه شي کولی. له دې کبله د نړیوالو حقوقو کارپوهان غوښتنه کوي چې د یوه برید په هکله وروستی کنترول باید د انسان په لاس کې وي.

په نړیواله کچه په دې هکله چیرې او کله بحثونه کیږي؟

له ۲۰۱۴م کال راهیسې په ژنیو کې د مشخصو مرسومو وسلو د کنوینسیون په چارچوکاټ کې په دې هکله بحثونه کیږي. په ۲۰۱۷م کال کې دغه غیر رسمي خبرې اتري په رسمي مذاکراتو واوښتي چې په کې د ۷۰ هیوادونو سربیره کارپوهانو او غیر دولتي سازمانونو هم برخه واخیسته. سږ کال د اګست له ۲۷ څخه تر ۳۱مې نیټې پورې بیا په دې هکله بحثونه کیږي.

Flash-Galerie ELROB Kampfroboter
انځور: AP

خبرې اترې څرنګه پر مخ روانې دي؟

خبرې اترې ډیرې کراره پر مخ رواندې دي، ځکه چې دریځونه یو له بل څخه ډیر متفاوت دي. ستر نړیوال پوځي قدرتونه پر دې وسلو باندې د بندیز لګولو پر ضد دي، ځکه چې غواړي خپله برتري وساتي. یو توافق نه تر سترګو کیږي.

د آلمان دریځ څه دی؟

د آلمان د ائتلافي حکومت چې د مسیحي دیموکرات/مسیحي سوسیال او سوسیال دیموکراتانو څخه جوړ دی، په تړون کې راغلي دي: «موږ د اتوماتیکو ځیرکو وسلو سیستم چې د انسانانو په کنترول کې نه دی، ردوو او په ټوله نړۍ کې د هغې د منع کیدو غوښتونکي یو.»

Flash-Galerie ELROB Kampfroboter
انځور: AP

خو له دې سره سره آلمان له هغو هیوادونو سره نه دی یو ځای شوی چې په ژنیو کې د دغه ډول وسلو د الزامي منع کیدو غوښتونه کوي. باالمقابل د آلمان حکومت ډیر زیات د منع د یوه تړون څخه مخکې د یوې غیر الزامي سیاسي اعلامیې غوښتنه کوي.