1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا ترمپ به په رښتیا هم له مکسیکو سره سرحد وتړي؟

۱۳۹۸ فروردین ۱۰, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ یو وار بیا مکسیکو ته ګواښ کړی دی چې که متحده ایالاتو ته یې د مهاجرو د ورتګ مخه ونه نيوله، له دغه هیواد سره به خپله سرحدي پوله «په دیوال یا بی له دیواله» وتړي.

https://p.dw.com/p/3FvlI
USA, Michigan, Grand Rapids: Wahlkampf Donald Trump
انځور: Reuters/J. Roberts

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د یوه تویتري پيغام له طریقه اعلان کړی دی چې که چیرې مکسیکو په سمدلاسه توګه د متحده ایالاتو د سويلي سرحد له لارې د غیر قانوني مهاجرتونو مخه ونه نیسي، نو راتلونکي اونۍ به «دغه سرحد یا یوه برخه یې» وتړي. د ترمپ په خبره د دې کار احتمال ډیر دی.

ترمپ زیاته کړه چې د مکسیکو له پاره آسانه ده چې د غیر قانوني مهاجرت پر وړاندې عمل وکړي، خو په خبره یي «دوی زموږ پیسې اخلي او یوازې خبرې کوي». د هغه په وینا مکسیکو باید امریکا ته د غیر قانوني مهاجرو د کاروان مخه ونیسي.

ترمپ لیکلي دي چې که امریکا له مکسیکو سره خپله پوله وتړله، نو په دې کې به هر ډول سوداګري معاملې هم شاملې وي. د متحده ایالاتو د ولسمشر په خبره مکسیکو د کلونو راهیسې د امریکا پر وړاندې تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو ډیر په تجارتي مازاد يعنې له خپلې اړتيا اضافه وضعيت کې قرار لري.  ترمپ واضحه کړه چې هغه «ټوکې نه کوي.»

د مکسیکویي چاروکو متفاوت غبرګونونه

د مکسیکو ولسمشر آندره مانوئل لوپز اوبرادور، د ترمپ د نيوکو پر وړاندې تفاهم ښودلی او ویلي یي دي: «روا ده چي دوی موافق نه دي او شکایت کوي. موږ په هره برخه کې چې کولی شو مرسته کوو. موږ نه غواړو د متحده ایالاتو له حکومت سره شخړه ولرو.»

خو د مکسيکو د بهرنیو چارو د وزیر مارسلو ابرهارد، غبرګون بیا بل ډول وو. هغه وویل: «مکسیکو د ګواښونو پر بنسټ چلند نه کوي.»

ترمپ په تیرو میاشتو کې څو واره مکسیکو د سرحدونو پر تړلو ګواښلی دی، خو تر اوسه پورې یي دغه تهدیدونه نه دي عملي کړي. د امریکا جمهور ریئس د کلونو راهیسې له مکسیکو سره د سرحدونو د وضعیت په اړه شکایت کوي. هغه حتی په ۲۰۱۶ م کال کې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د کمپائنونو پر مهال ژمنه کړې وه چې د غیرقانوني مهاجرو د راتګ او د مخدره توکو او انساني قاچاقچیانو د مخنيوي په موخه به د دواړو هیوادونو(امریکا او مکسیکو) ترمنځ دیوال جوړ کړي.

ترمپ له مکسیکو سره په سرحد کې د «ژور بحران» خبره کوي، خو انتقاد کونکي په دې باور دي چې نوموړی په خپله دې ادعا کې مبالغه کوي.