1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ويروس اجسامو سره د تماس له لارې انسان ته انتقاليږي؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

آيا په کرونا مبتلا کيږم؟ که سودا پسې مارکيټ ته ولاړ شم يا د دروازې دستګير ونيسم کرونا مې نیسي؟ څيړنو تر اوسه په دې هکله روښانه نتيجه په لاس نه ده راوړې. په آلمان، اروپا او امريکا کې يې په اړه مختلف نظرونه موجود دي.

https://p.dw.com/p/3aUSE
Österreich Wien Coronavirus - Maskenpflicht in Supermärkten
انځور: picture-alliance/AP/H. Fohringer

په اوس وخت کې په کرونا ويروس د اخته کیدو ويره د نړۍ په هره برخه کې موجوده ده، حتی هغه کسان چې لګول شوي ټولنيز محدوديتونه په ډير دقت رعایتوي، هم انديښنه کوي. خلکو سره دا ويره وي چې اجسامو سره د تماس له لارې پر دغه ويروس اخته نشي، لکه په دوکان کې د سودا اخيستلو پر وخت په مالونو د لاس لګيدو له لارې، د دروازې د زنګ وهلو، د برقي ليفټ د تڼي وهلو او په داسې نورو مواردو کې.

يوه څيړونکې ډله چې مشري يې د آلمان د بن ښار ويروس پيژندونکی، هندريک ستريک کوي، د آلمان دوه تلويزيونو سره د مرکې پر مهال وويل، تر اوسه داسې هيڅ ثبوت نشته چې دغه ويروس دې په سوپر مارکيټونو، رستورانټونو او يا په سلمانيانو کې د خلکو له حضور څخه انتقال کړی وی. دی وايي د کرونا ويروس د انتقال تر ټولو ډير موارد د يو انسان او بل انسان تر منځ د دوامدار تماس په نتيجه کې پيښ شوي دی.

په لويو غونډو کې د خلکو يو ځای راټوليدل هم پر ويروس د مبتلا کيدو دليل کيدای شي، لکه د فوټبال نندارې او يا د کارنيوال په څير لويو جشنونو کې اشتراک کول، څرنګه چې دغه کار د آلمان په «ګانګلت» هاينسبرګ کې وشو.

ستريک د آلمان د نورد راين ويستفالن ايالت په هاينسبرګ ښار کې تحقيقات کړي، دا هغه ځای دی چې په آلمان کې د کرونا ناروغۍ شيوع ورڅخه پیل شوه. د هغه تحقيقاتي ټيم غواړي د دغې سيمې کرونايي ناروغانو څخه د پوښتنو له لارې معلومات تر لاسه کړي چې دوی څنګه يو د بل پسې ناروغان شول. دغه ټيم غواړي د ترلاسه شوو معلوماتو پر اساس د ابتلا لاملونه پيدا او هغه په آلمان او له آلمان څخه بهر خلکو ته د احتياطی تدابيرو په توګه بيان کړي.

«د اجسامو پر سر د ويروس شتون نه دی ثابت شوی»

د بن پوهنتون د ويروس پيژندنې د موسسې مدير هندريک ستريک وايي، د دوی ټيم د مبتلا شوو کورنيو له منځه د مختلفو اجسامو له سطحو لکه د موبايل، دست شوی، کمود، ريموټ کنټرول، د دروازې دستګير او د دا ډول نورو اجسامو نمونې راټولې کړي او بيا يې پر هغو باندې په لابراتور کې څيړنې کړي دي.

د دغه کار نتيجه مثبته وه، يعنې په يو شمير نمونو کې ويروس موجود وو، خو د هغو کيفيت په دې حد کې نه وو چې وشو کړای په لابراتواري محيط کې يې وکرو. ستريک وايي: «په دې معنی چې موږ د آر ان اې مړ ویروس پيدا کړ.»

تر دې ځايه د دغې ټيم ترسره شوي تحقيقات ښيي چې د دروازې دستګیر «يوازې په هغه صورت کې کولای شي ويروس انتقال کړي چې په کرونا ويروس باندې اخته کس په خپل لاس کې ټوخی کړی وي او بیا یې په هماغه لاس د دروازې دستګير نيولي وي.» که چيرته سالم کس همدغه دستګير نيسي او تر هغې وروسته خپل لاس په خپل مخ راکاږي، احتمال يې شته چې ویروس ورته انتقال او ناروغ شي.

ويروس څومره وخت په دستګير کې پاتې کيږي؟

ستريک په دې هکله وايي: «تر اوسه څوک په دې ندي توانيدلي چې دا مشخصه کړي، ځکه تر اوسه په دې برخه کې مطالعات نه دي ترسره شوي.» هغه زياتوي: «موږ په يوه کور کې وو چې شدیدو ککړو انسانانو په کې ژوند کاوه، اما موږ بيا هم بریالي نه شو چې د هغه کور د يو جسم په سر هم ژوندي ويروس پيدا کړو.» خو ستريک وايي چې بايد په دې برخه کې نورې څيړنې هم وشي.

تر دې مخکې د برلين يو ويروس پيژندونکي کريستيان دروستن هم له همدغې تلويزيون سره په مرکه کې ویلي وو چې د کرونا ويروس له وچيدو ډير شدید حساسیت لري. هغه ویلي د فلزي او يا هم کاغذي پيسو له لارې د کرونا ويروس د انتقال امکان ډير لږ دی. هغه حتی ويلي وو کومه هوا چې د مبتلا شوي کس له تنفس څخه بهر کې خپريږي روغ کس يې کولای شي تنفس کړي.

د امريکايي کارپوهانو متفاوت نظر

په آلمان کې د خطر د سنجش موسسې رپوټ ورکړی چې په چاپيريال کې د کرونا ويروس موجوديت له يو لړ عواملو سره تړاو لري، لکه هوا، د هوا رطوبت او د موادو جنسيت. تر اوسه پورې چې د علمي تحقیقاتو په نتيجه کې کوم څه ترلاسه شوي ښيي چې په کرونا ويروس باندې ابتلا د خوراکيو او وارداتي موادو، ورځنيو اړتياوو، د لوبو سامان، کمپيوټر، سامان آلاتو او دې ته ورته نورو شيانو له لارې احتمال نه لري.

د خطر د سنجش موسسه ووايي تر اوسه دا ثابته شوې نه ده چې ککړو اجسامو سره د تماس له لارې دې يو څوک په ويروس باندې ککړ شي.

خو د امريکايي موسسې (NIH) او په دغه هیواد کې د ناروغیو څخه د مخنيوي او کنترول د مرکز ((CSC کارپوهان بيا د دغو نتايجو پر خلاف دي.

د دوی په خبره، د کرونا ويروس کولای شي تر درو ورځو پورې د پلاستيکي او فولادي اجسامو په سر، تر ۲۴ ساعتونو پورې د کاغذ په سر او تر ۳ ساعتونو پورې په هوا کې ژوندی پاتې شي.

خو په آلمان کې د روبرت کوخ موسسه بیا خبرداری ورکوي او وايي چې د کرونا ويروس لا تر اوسه د تحقیق په مرحله کې دی او تر اوسه نه شي کيدای چې په ورځني ژوند کې د هغه د انتقال د واقعي قابلیت په اړه قطعي نظر ورکړل شي.

د دې ټولو سره سره، دغه موسسه وايي که چيرته يو کس په کرونا ويروس ککړ شي باندي لاس وهي او بیا لاس په خپل مخ وهي، په بالقوې توګه يې د مبتلا کيدو امکان شته.

زموږ له آرشیف څخه: