1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ډيجيټالي نړۍ

آيا ځيرک تلیفونونه د ماشومانو پر مغز اغیز کوي؟

۱۳۹۷ دی ۴, سه‌شنبه

ځيرک تلیفونونه د ماشومانو پر مغزو څه اغيز لري؟ پر ځيرک تليفونونو باندي انتقاد کوونکي په امريکا کي د څېړني پر استناد په دې نظر دي چې ځيرک تليفونونه د ماشومانو پر ځيرکتيا باندي خراب اغېز کوي.

https://p.dw.com/p/3AcTO
Symbolbild Kinder mit Handys
انځور: Fotolia/Jake Hellbach

د مغزو او اعصابو له يوې څيړونکي سره يوازي يوه مرکه کافې وه چې په ټوله نړۍ کې د ميندو او پلرونو اندېښنه اوج ته ورسوي. په دغه مرکه کې ويل شوي ول، هغه ماشومان چې ډير وخت له ځيرک تلیفون، لپټاپ او يا ويدويې لوبو سره تیروي د مغزو کورتکس يې نازکه کيږي.

په امريکا کې د روغتيا ملي انستيتوت (NIH) له څيړونکو څخه ميرمن ګايا داولينګ، څو ورځې تر مخه د امريکا له (سي بي اس) تلويزوني چينل سره پر دې موضوع خبرې وکړې. ورپسې ډيرو رسنيو دغه خبري خپرې کړې چې په ټوله نړۍ کې يې د ميندو او پلرونو انديښنه راپورته کړه.

د آلمان د (بيلډ) په نوم ورځپاڼي د دې موضوع سرليک دغه شان وو: «ګرځنده تلیفونونه دغه شان زموږ د ماشومانو مغز بدلوي.» خو آيا په ريښتیا سره دا خبره سمه ده؟

يو ټکی په دې اړه روښانه دی: په ۲۰۱۵م  کال کې د څېړنو پايلو ښوولې، چې دوه کلن ماشومان په ښه توګه کولی شي له مبایل تلیفونونو او لپټاپ سره سروکار ولري او له هرو دوو ۹ کلنو ماشومانو څخه يې يو ګرځنده تلیفون لري. د دغي څيړنې پر بنسټ ۹۲ سلنه ۱۳ کلن  تنکي ځوانان ګرځنده تليفون (موبايل) لري.

د څېړنو د پايلو تر اعلان مخکې حکم

 

په امريکا کې پراخې څېړنې غواړې دغه کمښت پوره کړي. د مغز د ودي په دغه څيړنه کې تر لس کلنی وروسته ۱۱۸۰۰ ماشومان څېړل شوي. د دغي څېړني لګښت ۳۰۰ ميلونه ډالره دی.

مېرمن داولينګ چې په خپلو مرکو سره يې په ټوله نړۍ کې میندو او پلرونو ته اندېښنه پيدا کړي، هم په دغه څيړنه کې کار کوي. هغې د امريکا له تلويزوني شبکې(سې بې اس) سره په خبرو کې ويلي: «هغه ماشومان چې په ورځ کې تر اوه ساعته زیات له مبايل، لپټاپ او يا ويدويې لوبو سره سروکار لري، د هغوی په مغزو کې بدلونونه څيړونکو موندلي دي.»

خو ډيرو رسنيو بيا د دغي څېړونکي وروستۍ خبري نه دي خپرې کړي. هغې ويلي ول چې څيړونکې لا تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چې ووايې آيا په ريښتيا سره ځيرک تليفون د مغزو د بدلون سبب کيږي، که د دغه ډول بدلون له پاره نور دلايل هم شته. دغه راز روښانه نه ده چې د کورتکس (د مغزو نازک پوښ) دنده څه ده. هغې ويلې دي چې دغه څيړنه اوس پيل شوې ده او دقیقو پايلو ته يې بايد تر پايه صبر وکړو.

هغه څېړنه چې څو کاله به لا دوام وکړي

په همدې ډول دا لا روښانه نه ده چې د دغي څېړني پرمهال د څومره ماشومانو د مغزو کورتکس نازک شوی دی. په دغه څېړنه کې ډاکټرانو تر اوسه پورې د ۴۵۰۰ ماشومانو د مغزو سکين معاينه ارزولې ده. دا چي څو کسان تر اوه ساعته زيات له خپل مبايل تلفیونونو،لپټاپ او يا ويدویې لوبو سره بوخت ول هم نه ده روښانه.

داسي ښکاري چې دغه شمیر به ډير نه وي. ځکه څيړنو په آلمان کې ښودلې ده چې هغه تنکي ځوانان چې د لسو او ۱۷ کلونو تر منځ دي په منځنۍ توګه په ورځ کې دوه ساعته له خپل مبایل تليفون، لپټاپ او يا ويدو سره بوختیا لري.

پایله لا روښانه نه ده چې آيا مبايل تلیفونونه په رښتيا سره د ماشومانو پر مغزو اغیز کوی او که چیري اغیز لري تر کومي اندازې دې. ميرمن داولینګ وایې چې د دغې ستري څېړني پايله به څو کاله وروسته تر لاسه شي.

خو د ميندو او پلرونو انديښنه پر ځای پاته ده. ډير ډاکټران او روان پيژندونکي پردې سره هم نظره دي، چې کمپيوټري لوبي امکان لري ماشومانو ته زيان ورسوي. بيا په خاصه توګه که چيري هغوي په دې کار سره خپلي بدنې هڅې، يون يا حرکت له لاسه ورکړي.