1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په جرمني کي به لارۍ موټران نور ښځي چلوي؟

۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبه

په جرمني کي هرکال د لارۍ موټرو ۳۰۰۰۰ چلونکي تقاعد کیږي او دغه څانگه له سخت مشکل سره مخامخ ده. اوس کوښښ کیږي چي دغه خلا په ښځو ډکه سي، خو هغوی ته هم دا کار اسانه نه دی.

https://p.dw.com/p/3RG0M
Deutschland Eschweiler | Hintzen Logistik | Kathi Radtke, LKW-Fahrerin
انځور: DW/O. Pieper

شاید سړی دومره ارامش ولري، لکه کاتي راتکه، چي وکولای سي یو لارۍ موټر وچلوي. دغه ۳۶ کلنه المانۍ چي څلور کوچني اولادونه هم لري، په ډیره سړه سینه سره دغه کار پر مخ بیايي. دا باید سهار وختي راکښیني، اول خپل اولادونه وړکتون او یا مکتب ته ورسوي او وروسته پر خپل وخت لارۍ بار او د ښار له تنگو کوڅو څخه خپل ۱۲ ټنه لارۍ په ارامۍ سره وباسي او خپل هدف ته یې ورسوي.

کار او فامیل باید په ښه وجهه سره تنظیم سي

راتکه وایي، چي «سړی باید ددې کار، یعني لارۍ چلولو سره شوق ولري، په غیر د هغه دا کار پر مخ نه سي بیولای.« دا اضافه کوي، چي »د یوې ښځي په حیث د خلگو خبرو ته باید غوږ ونه نیسي او خپل کار وکړي. ځکه بیا نو دا کار ورته ډیر سختیږي. دغه کار بې له دې هم ډیر سخت دی، په جریان کي یې کار او فامیلي ژوند باید په ډیره ښه وجهه سره تنظیم سي.«


Deutschland Eschweiler | Hintzen Logistik | Kathi Radtke, LKW-Fahrerin
انځور: DW/O. Pieper

د لارۍ موټرو د څانگي یو غټ مشکل دا دی چي ډیر لږ کسان د لارۍ موټر چلولو ته زړه ښه کوي، ځکه یې نو موټروانان ورځ په ورځ کمیږي.

د لارۍ موټرو چلونکي په سختۍ سره پیدا کیږي

ډیر لږ کسان په دې مشکل دومره ښه پوهیږي، لکه پخپله راتکه. کله چي دې په ۱۹۹۹م کال کي په لارۍ چلولو پيل وکړ، نو د لاریانو ترانسپورټ یې یو کوچنئ دفتر او فقط اته موټروانان درلودل. خو شل کاله وروسته، اوس هغه ۹۰ موټروانان لري. په اوس وخت کي د لارۍ موټرو چلونکي پیدا کول ډیر سخت دي، ځکه په دغه څانگه کي سخت رقابت موجود دی.

Deutschland Stau auf der Autobahn
انځور: Imago/M. Schwarz

راتکه وايي: »د یوه ښه موټروان پیدا کول سخت کار دی. هغه باید دوه تر درې کاله مسلکي مکتب ووايي او یا لیسنس شخصي واخلي، چي پرهغه باندي بیا څلور تر پنځو زرو یورو پوري مصرف راځي.«

له بلي خوا د لارۍ موټرو چلونکي ښه نوم هم نه لري او په اصطلاح ډیر کسان ورته ځان نه نیسي.