1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو عاملين به محاکمه شي؟

۱۳۹۸ آذر ۱۴, پنجشنبه

د ډنهاګ نړیوالې محکمې د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو او څارنوالانو په موجودیت کې استماعیه غونډه پیل کړه. دلته په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د دوسیو ارزونې د بهير د بيا پیلولو بحث مطرح دی.

https://p.dw.com/p/3UGws
Niederlande Internationaler Strafgerichtshof (IGH) in Den Haag
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Corder

په ډنهاګ کې د جزا د نړیوالې محکمې عمومي څارنوالې او د قربانیانو استازو په دې محکمه کې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه د تحقیقاتو د پيلولو غوښتنه کړې. دغه تحقیقات به احتمالاً په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو زور زیاتۍ هم را ونغاړي.

مدافع وکیل فرګال ګاینور چې د ۸۲ قربانیانو استازیتوب کوي د چهارشنبې ورځې د استعماعیه غونډې په پيل کې «په افغانستان کې د ځواب ويلو د یوې تاریخي ورځې» خبره وکړه.

د جزا د نړیوالې محکمې قاضیانو په لومړي سر کې په اپریل میاشت کې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه د څیړنو پیلول رد کړل. دا تحقیقات په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا ترسره شوي احتمالي تاوترخوالی هم په بر کې نیسي. د امریکا متحده ایالاتو حکومت په پرله پسې ډول له داسې یو اقدام سره مخالفت کړی دی.

څارنوالې فاتو بنسودا، چې د دغو څیړنو غوښتنه یي کړې ده ادعا کوي چې داسې اسناد په لاس کې لري چې د متحده ایالاتو د پوځ غړو او د دغه هیواد استخباراتي سازمان په افغانستان کې د جګړو پر مهال د بندیانو پر وړاندې د شکنجې، ظالمانه چلند، د انساني کرامت د نقضولو، جنسي تیري او جنسي تاوتریخوالي مرکب شوي دي.

نوموړۍ همدارنګه ویلي دي چې طالبانو او نورو یاغي ډلو له ۲۰۰۹م کال راهیسې تر ۱۷۰۰۰ ډیر ملکي خلک وژلي دي چې ۷۰۰۰ موارد یي هدفي وژنې وې.

په ډنهاګ کې د جزا د نړیوالې محکمې دې څارنوالې همدارنګه پر افغان امنیتي ځواکونو هم تور لګولی دی چې په زندانونو کې یې بندیان شکنجه کړي دي.

Niederlande Timbuktu Gerichtsprozess gegen Al Mahdi Anklägerin Fatou Bensouda
په ډنهاګ کې د جزا نړیوالې محکمې څارنواله فاتو بنسوداانځور: picture-alliance/AP Photo/B. Czerwinski

عمومي څارنواله فاتو بنسودا او د قربانیانو وکیلان اوس په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه څیړنې پيل شي.

فرګال ګاینور د استماعیه غونډې په جریان کې وویل چې له تحقیقاتو څخه ډډه کول «بی له دې چې مبالغه وشي، له قربانیانو څخه به هر څه واخلي.» نوموړي همدارنګه د قاضیانو په مخاطب کولو سره وویل: «مونږ دلته یو، څو هغه پریکړه چې د هغوې (قربانیانو) ټول حقونه له منځه وړي دي او هغه هیله یي چې د عدالت او ځواب ورکونې له پاره درلوده، له ننګونې سره مخامخ کړو.»

نوموړي همدا راز زیاته کړه: یوازنۍ مرجع چې کولی شي په افغانستان کې د جنګي او بشري جنایتونو د بررسۍ امر صادر کړي، د ډنهاګ نړیواله محکمه ده.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ټرمپ وکیل جی سکولو، ویلي دي چې امریکایي چارواکي «د خپل هیواد پورې اړوندو قضیو د قانوني تعقیبولو توان هم لري او لیوالتیا هم ورته لري.» سکولو، په رسمي ډول د امریکا استازیتوب نه کوي، ځکه دغه هیواد د جزا د نړیوالې محکمې غړی نه دی.

د افغانستان حکومت هم په لیکلې بڼه له دې تحقیقاتو سره خپل مخالفت ښودلی دی. ویل کیږي چې افغان حکومت په خپل یو لیک کې ویلي دي چې دا دې د هېواد د چارواکو دنده او مسئولیت دی چې پخپله په افغانستان کې عدالت تامين کړي.

(sn.bs (afp, ap