1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

آيا ورزش د خپګان په درملنه کې تر درملو ډېر اغيزمن دی؟

۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعه

د سويلي اسټرالیا پوهنتون د څېړونکو له خوا ترسره شوې يوه نوې څیړنه ښیي چې فزیکي فعالیت د خپګان درملنې له پاره د طبي لارښوونو یا درملو په پرتله ۱،۵ ځله ډیر اغیزمن دی.

https://p.dw.com/p/4PDl8
Symbolbild I Klimawandel I Freude
انځور: Georges Schneider /photonews.at/imago images

د طبي مجلې «نیورو ساینس» په وینا، د دې څیړونکو وروستۍ څیړنه چې د «برتانیا د سپورت میډیسن ژورنال» په نوم مجله کې خپره شوې، له زرو څخه زیاتو څیړنیزو ازموینو ته يې کتنه کړې چې په خپګان، اضطراب او رواني فشار باندې د فزیکي فعالیت اغیزې ارزول شوي دي. دې څیړنې وموندله چې په اونۍ کې ۱۵۰ دقیقې فزیکي فعالیت (لکه پلي ګړندي ګرزیدل، د وزن پورته کول او یوګا) د دودیزو درملنو په پرتله خپګان، اضطراب او رواني تکلیف د پام وړ کموي.

په دې څېړنه کې د ورزش تر ټولو زیاته اغېزه پر خفګان، ايچ آي وي او د پښتورګو په ناروغۍ اخته کسانو او همدا راز میندواره مېرمنو او له زېږون وروسته په خپګان اخته ميرمنو کې لیدل شوې.

د آلمان مونشن ښار، ميندي د خپلو ماشومانو د ګرزولو ګاډيو سره
د آلمان مونشن ښار، ميندي د خپلو ماشومانو د ګرزولو ګاډيو سرهانځور: FRANK HOERMANN/SVEN SIMON/picture alliance

د څیړونکو په وینا، څومره چې تمرین سخت وي، هغومره ګټور دی. داسې انګیرل کیږي چې تمرین د لنډ مهاله او اوږدمهاله اغیزو سره د ډیری لارو له لارې، پر رواني روغتیا اغیزه کوي.

د تمرین څخه سمدستي وروسته، ايندروفين او ډوپامین په مغز کې ترشح کیږي. په لنډ وخت کې، دا بهیر د مزاج  په وده او فشار کمولو کې مرسته کوي. په اوږد مهال کې، د تمرین په ځواب کې د نیوروټرانسمیټر خپريدل په دماغ کې داسې بدلونونه رامنځ ته کوي، چې د مزاج او په ادراکي حالت ښه کولو کې مرسته کوي. همدا راز سوزش کموي او د معافیت سیسټم فعالیت ته وده ورکوي. دا ټول زموږ د دماغ  پر فعالیت او رواني روغتیا مثبته اغیزه کوي.

ژور خفګان څرنګه مينه له منځه وړي؟

څیړونکي ټینګار کوي چې منظم تمرین کولی شي د ښه خوب لامل شي، کوم چې د خپګان او اضطراب نښو په کمولو کې مهم رول لوبوي. منظم تمرین رواني ګټې هم لري، لکه د ځان درناوی او د لاسته راوړنې احساس، دا ټول د هغو خلکو له پاره ګټور دي چې له خپګان سره مبارزه کوي.

په هر حال، د امریکا رواني ټولنه لاهم په درملو او رواني درملنې ټینګار کوي او تمرین د درملنې د يوه »بديل« په توګه په نظر کې نيسي.

مهمه ده چې يادونه وکړو چې که څه هم تمرین د رواني ناروغیو او ستونزو اداره کولو لپاره اغزمنه وسیله کیدی شي، خو ټول هغه خلک چې په دې ناروغیو اخته دي باید په دې اړوند له کارپوه سره اړیکه ونیسي ترڅو د درملنې بشپړ پروګرام تعقیب کړي.

په آلمان کې د ژور خفګان يا ډپرېشن د پېښو ډيروالی

نړۍ اوس مهال د رواني روغتیا له بحران سره مخ ده، په میلیونونو خلک د خپګان، اضطراب او نورو رواني روغتیايې ستونزو سره لاس او ګريوان دي. په ۲۰۱۷ کال کې په نړۍ کې له ۷۹۲ میلیونو څخه زیات خلک له هرډول رواني ناروغۍ سره مخ شوي دي. په دوی کې ۲۶۴ میلیونه کسان په ژور خپګان او ۲۸۴ میلیونه کسان د اضطراب په ناروغۍ اخته وو.

زموږ له ارشيف څخه: