۱۳۹۸ اسفند ۶, سهشنبهپه ميليونو افغان مهاجر له جگړو او ناامنيو څخه تښتيدلي او په دوو گاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران کي ژوند کوي. د زورزياتيو د کمښت، د امريکا او طالبانو ترمنځ د جگړې د پاي ته رسيدو په اړه د تړون د لاسليک په نژدې کيدو سره، د دايمي سولې د رامنځته کيدو په اړه هغه هيله مندي زياته سوې چي وکولای سي د مهاجرو د بيرته ستنيدو له پاره زمينه برابره کړي.