آيا د کابل بانک په اړه پريکړه عادلانه وه؟
۱۳۹۱ اسفند ۱۵, سهشنبهد محکمې څیړني ښيي چې د کابل بانک له درغلیو څخه تر ټولو زیاته ګټه د دغه بانک دوو مهمو څښتنانو شېرخان فرنود او خلیل الله فيروزي اخيستې ده. دغو دوو ته دا هم ویل شوي دي چې دغه پيسې به بیرته حکومت ته سپاري.
دا دوه تنه د هغو۲۱ کسانو په ډله کې ول چې د کابل بانک د رسوايۍ په اړه محاکمه شول.د افغانستان د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست د محکمې دا فیصله عادلانه نه بولي.
هغه وايي اقتصادي مافیا په حکومت کې واکمني شوي او یوه عادي مجرم ته شل کاله حبس ټاکل کیږي خو د وطن د ټول اقتصاد بربادونکو ته پینځه کاله حبس، چې د هغه په وینا دا لویه بي انصافي ده:
«اقتصادي مافیا په افغانستان کې حکومت کوي، مسلکي کسان نه دي، له دې بیریږم چې یوه ورځ افغانستان خرڅ نه کړي.»
کابل بانک د ۲۰۱۰ کال په اګست کې د درغلیو تر رسوا کیدو وروسته سمدستي ړنګ شو او څرګنده شوه چې نزدې ۸۶۱ ميلیونه امریکايي ډالر ورک شوي دي.
نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې څه موده دمخه ویلي ول چې د کابل بانک په نامه د افغانستان یو لانجمن بانک د جوړېدو له پیله په درغلیو کې ښکېل وو، ځکه د پیسو د ایستلو له پاره له جعلي تظمین خطونو، جعلي مهرونو او لاسلیکونو کار اخیستل کېدی.
خو په ننۍ محاکمه کې د مارشال قسیم فهیم د ورو حسین فهیم او محمود کرزي نومونه وانه خیستل شول، چې ویل کیږي له بانک څخه یې د خپلو کورنیو په نفوذ په لسونو ميلیونه ډالر ایستلي دي.
محمود کرزي د ټلیفون په کرښه دویچه ویله ته وویل چې دی د کابل بانک پوروړی وو خو پورونه يي خلاص کړي دي:
«ما له بانکه قرضه اخیستې وه، چې څلور اعشاریه دوه ميليونه ډالره وو، ما بیرته کابل بانک ته ورکړي او ما په حقیقت کې بانک ته ګټه رسولې ده.»
د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزي ځانګړي اداره هم مني چې د ولسمشر اود هغه د مرستیال ورور د کابل بانک څخه پوروړي ول خو هغوی او یو شمیر نور سهم لرونکي او د بانک پوروړو خپل پورونه یا خلاص کړي او یا یي خپل جایدادونه په تظمین کې ایښي دي.
عزیز الله لودین وويل: «د ولسمشر ورور چې موږ ته په راپور کې لیکل شوي وو وای ۲۲ ميلیونه پوروړی دی، د مارشال ورور هم پوروړی وو هغه خپل ټول جایدادونه په تظمین کي کښېښوول او ژمنه يی وکړه چې پورونه به ورکوي.»
خو د سیاسي چارو شنونکی او د پارلمان غړی رمضان بشر دوست وایي د نړۍ د بانکونو په تاریخ کې د دغې تر ټولو غټي رسوایي عاملین ځکه په سمه توګه عدالت ته نه راکشيږي چې هغوی یا زر لري او یا هم له زورواکانو سره شريک دي.
بشر دوست د شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزي ننۍ محاکمه سمبولیکه پلمه بولي چې حکومت غواړي عامو خلکو ته دا وښيي چې گويا د کابل بانک څيړني د پای ته رسیدو په حال کې دي او هر څه پر سم لوري روان دي.
په افغانستان کې دا مهال اوولس بانکونه فعالیت کوي، چې ۱۴ یې خصوصي دي. په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژيم تر ړنګېدو وروسته، افغانستان د لومړي ځل له پاره د خصوصي بانکدارۍ خاوند شو.
د افغانستان د مرکزي بانک په وینا چې له ۱۳۸۳ هجري لمریز کال راهیسې د خصوصي بانکونو په سکتور کې څلور اعشاریه پنځه میلیارد ډالر پانګونه شوې ده.