1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د لومړي ټولگي زده کوونکو بايد بشپړه ژبه زده وي؟

۱۳۹۸ مرداد ۱۶, چهارشنبه

په جرمني کي د مسيحي ديموکرات گوند يوه سياستوال غوښتنه کړي، چي يو ماشوم چي مکتب ته شامليږي، بايد پر آلماني ژبه حاکم وي. آيا دا کار ممکن دی؟ پر نوموړي باندي له دې کبله سخت انتقادونه هم سوي دي.

https://p.dw.com/p/3NWHN
Deutschland - Schultüte
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

په جرمني کي د مکتب د دوبي رخصتۍ مخ پر خلاصيدو دي. په برلين او براندنبورگ کي په دوشنبه لا مکتبونه بيرته پيل سول او په نورو ايالتونو کي به هم د سپتمبر تر پيله پوري ټول زده کوونکي بيرته خپلو مکتبونو ته ولاړ سي.

سږکال په ټول آلمان کي څه د پاسه ۷۰۰ زره نوي کوچنيان مکتبو ته داخليږي. هر هغه کوچني چي شپږ کلن سوي وي، مکلف دی چي مکتب ته شامل او هلته ليک او لوست زده کړي. او همدارنگه د نورو مضامينو لکه، رياضي، طبيعي علومو، جغرافيې، موزيک، هنر او سپورت په هکله هم ابتدايي معلومات ترلاسه کړي.

د آلمان په دولتي مکتبونو کي يوازي په آلماني ژبه درس ورکول کيږي. د هغو کوچنيانو له پاره به چي مخکي تر دې په وړکتون کي نه ول او يا هم په کورنيو کي ورسره آلماني نه ويل کيږي، دا يو چيلينج وي، همدارنگه د ښوونکو له پاره هم. په تيره بيا چي په يوه ټولگي کي زياتره کوچنيان په درس پوه نه سي.

په دې ترڅ کي اوس دا يوه معمولې خبره گرځيدلې. د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کال په ترڅ کي د آلمان په ابتدايي ښوونځيو کي د خارجي کوچنيانو برخه اخيستنه له ۶اشاريه ۶ سلنې څخه ۱۱ اشاريه ۶ سلنې ته پورته سوې ده.

آلماني د دوهمې ژبي په حيث

د مثال په ډول ديوسبورگ.د روغتيا په اړه يو سږني رپوټ ښيي چي د نورد راين ويستفالين ايالت په دغه ښار کي، د لومړي ټولگي له سلو کوچنيانو څخه چي خارجي ريښه لري، يوازي اته تنه يي په آلماني ژبه کي هيڅ غلطي نه کوي. تيرکال په ديوسبورگ کي مکتب ته د شامل سوو کوچنيانو ۱۶ سلنه اصلاً په آلماني ژبه نه پوهيدل.

د مسيحي ديموکرات له گوند څخه د آلمان د پارلمان غړي، کارستن لينه من په خبره دا ډول کوچنيان بايد په عادي ډول مکتب ته شامل نه سي.

نوموړي د Rheinische Post ورځپاڼي ته ويلي دي: »هر هغه ماشوم چي په آلماني ژبه نه پوهيږي، په ابتدايي مکتب کي نه سي شامليدای. په داسي يوه حالت کي بايد هغه اول د امادگۍ مکتب ته شامل سي او يا يي هم عادي مکتب ته شامليدل وځنډول سي.«

د دغه ډول څرگندونو له امله، پر لينه من باندي د خپل گوند او نورو سياستوالو له خوا هم انتقادونه وسول. د شليشويگ هولشتاين د معارف وزيري، کارين پرين له يوې پاروني څخه خبره کړې او د هغه نظر يي ناسم بللی دی.

د آلمان د حکومت له خوا د مدغم کيدو مسئوله انيته ويدمن ټينگار کوي چي مکتب ته د شامليدو په مکلفيت کي بايد هيڅ ډول بدلون رانه سي. د هغه پر ځای بايد مخکي له وخته د ژبي د زده کړي پروگرامونه او آزمويني پيل سي.

د آلمانانو کوچنيان هم د ژبي مشکلات لري

د ښووني او روزني د صنفي اتحاديي په حواله په دې برخه کي د مسلکي ښوونکو د کمښت له امله، داسي ښوونکي په کار گومارل سوي چي د زده کوونکو گرامري غلطيو ته پاملرنه نه کوي. په دې ډول مخ پر زياتيدونکي ډول د آلمانانو کوچنيان هم د ژبي له ستونزو سره مخامخ کيږي.

د زده کړو د چارو کارپوهه ايلکا هوفمن ټينگار کوي چي دا په هيڅ صورت يوازي د هغو کوچنيانو ستونزه نه ده چي خارجي ريښه لري.

د ايلکا په خبره ښوونکي بايد د ژبي په برخه کي لا زياتي زده کړي ترلاسه کړي، د زده کوونکو د ټولگيو شمير بايد کم او د زده کړو شرايط په مجموعي ډول ښه تره سي.

په څلور کلنۍ کي د ژبي آزموينه

برلين او هامبورگ ددې ستونزي له پاره حل پيدا کړی: په دواړو ايالتونو کي په وړکتونونو کي لا د ژبي آزموينه اخيستل کيږي. د هغو څلورکلنو کوچنيانو ژبه چي لا بشپړه نه وي، هغوی بايد د مکتب له پاره د آمادگۍ گروپ ته واستول سي. په برلين کي تر ۱۸ مياشتو پوري. په دغه کورس کي پنځه ورځي په اوونۍ او هره ورځ پنځه ساعته د آلماني ژبي تدريس کيږي.

علاوه پر دې يوازي هغه کوچنيان آزمويل کيږي چي مخکي واقعاً په وړکتون کي دي. دا ځکه چي وړکتون ته تلل کوم مکلفيت نه دی. د آلمان په سطحه څه د پاسه ۱۰۰ زره کوچنيان چي عمرونه يي د درو او شپږو کلونو ترمنځ دي، په کورو کي دي. په اصل کي هغوی په داسي کورنيو پوري اړه لري چي لږ معاش لري، والدينو يي سم تعليم نه وي کړی او يا هم خارجي ريښه ولري.

زابينه