1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د طالبانو د مشرانو شورا افغانستان ته انتقال سوې؟

۱۳۹۵ آذر ۶, شنبه

د يوه راپور له مخي داسي ښکاري چي د افغان طالبانو د مشرانو شورا دي له پاکستان څخه افغانستان ته انتقال سوې وي. ويل سوي دي چي د دغه کار موخه په افغانستان کي د وروستيو جنگي برياوو ساتل ښوول سوی دی.

https://p.dw.com/p/2TIcJ
Afghanistan Taliban Kämpfer in der Ghazni Provinz
انځور: Reuters

که دغه خبر تائيد سي چي د افغان طالبانو مشران افغانستان ته انتقال سوي او هلته غواړي چي خپلي وروستۍ جنگي برياوي وساتي، نو دا ددې څرگندويي کوي چي دغه ډله له افغان حکومت سره چي د امريکا متحدو ايالاتو ملاتړ لري، د جنگ توان لري. دغه کار کيدای سي داسي هم و انگېرل سي چي طالبان غواړي له پاکستانه ليري سي.

د راپورونو له مخي د طالبانو مشران له ۲۰۰۱م کال راهيسي (د دوی رژيم تر نسکورېدو وروسته) د پاکستان په کويټه، کراچي او پيښور کي مېشته ول.

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چي د طالبانو مشران (لارښوونکي) «څو مياشتي مخکي» بيرته افغانستان ته ستانه سوي دي.

که څه هم ذبيح الله مجاهد په افغانستان کي د خپلو مشرانو يا شورا د مېشتېدو ځای ښوولی نه دئ، خو د طالبانو يوه چارواکي اسوشېتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي د دوی مشران هلمند ولايت ته ستانه سوي دي. دغه چارواکي د امنيتي دلايلو له مخي د خپل نوم له ښوولو څخه ډډه کړې ده. هلمند ولايت له ډېر وخت راهيسي د طالبانو د پام وړ گرځېدلی، ځکه په دغه ولايت کي تر ټولو ډېر کوکنار کرل کيږي چي د ياغيانو د تمويل سرچينه بلل کيږي.

د وسله والو طالبانو يوې بلي سرچيني بيا ويلي دي چي د دغي ډلي د «عدليې» او «استخدام» شوراگاني هم د افغانستان جنوب ته انتقال سوي دي. دغه ادعاوي د کومي خپلواکي سرچينې له خوا تر اوسه پوري تائيد سوي نه دي.

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر ويلي دي چي تر اوسه پوري د دغه شان انتقال په اړه هيڅ تائيد نه سته. د ولسمشر غني وياند هارون چخانسوري ويلي دي: «هيڅ يوه استخباراتي سرچينه افغانستان ته د طالبانو د مشرانو انتقال نه تائيد وي.» هغه روښانه کړې ده: «موږ تر اوسه په دې باور يوو چي هغوی تر افغانستان باندي له خپلو خوندي پټنځايونو څخه عمليات کوي.»

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ويلي دي چي افغانستان ته د دوی د مشرانو د انتقال په اړه افغان چارواکي خبر دي.

په ۲۰۱۴م کال کي په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو د پوځي ماموريت تر ختمېدو وروسته وسله والو طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي د پښې ټينگولو ځايونه موندلي دي. دغو ياغيانو په دې وروستيو مياشتو کي پراخ يرغلونه کړي چي د ځينو ولايتونو مرکزونه لکه په شمال کي کندز او په جنوب کي لښکرگاه او ترينکوټ ښارونه له سقوط سره مخامخ کړي ول.

په کابل کي د اروپايي ټولني سفير فرانس ميشايل ملبين ويلي دي چي په افغانستان کي د طالبانو دوامداره حضور کيدای سي د دغي ډلي پلويانو او جنگياليو ته داسي پيغام ورسوي، چي دوی اوس په افغانستان کي پر داسي سيمو باندي کنترول لري، چي امنيتي ځواکونه ورتلای نه سي.

ملبين، ويلي دي چي دی هم افغانستان ته د طالبانو د مشرانو د انتقال خبر نه سي تائيدولای. خو هغه ويلي دي، لکه څرنگه چي «ځيني طالبان غواړي د پاکستان فشار ورباندي لږ سي.» دغه شان انتقال کيدای سي «د طالبان د خپلواک دريځ نيولو» يوه برخه وي.

که په افغانسان کي د وسله والو طالبانو د مشرانو شورا حضور تائيد سي، دا به نو د ياغيانو د مشرانو ترمنځ د يووالي څرگندويي وکړي. د څارونکو په نظر، په هغه ډله کي د امريکا متحدو ايالاتو د پوځ په نظر، طالبانو په دې وروستيو کي د خپلو مشرانو ترمنځ له تفرقې او مالي سرچينو ته د لاس رسي په برخه کي له رقباته رنځ گاللی.

د مخدرو موادو او جرمونو په برخه کي د ملگرو ملتونو ادارې د راپور له مخي په هغو سيمو کي چي د طالبانو په کنترول کي دي له کاله د ۴ ميلياردو ډالرو په ارزښت مخدر مواد توليديږي.

د طالبانو د مشرانو شورا ۱۶ انتخابي غړي لري چي په افغانستان کي د دغي ډلي فعاليت له دباندي څاري. د طالبانو په جنگي قوماندانانو کي د دغي ډلي د بنسټ ايښوونکي ملا محمد عمر زوی ملا يعقوب او حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني د مرستيال په توگه حضور لري.

نور مطالب: