1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د اوکراين الوتکه په توغندي ويشتل شوې؟

۱۳۹۸ دی ۲۰, جمعه

د کاناډا لومړی وزیر جستن ترودو او د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ وایي چې ښایي ایران د اوکراین الوتکه ويشتلې وي. په دغه مسافر وړونکي الوتکه کې۱۷۶ کسان مړه شول. تهران د توغنديز برید احتمال ردوي.

https://p.dw.com/p/3VyuQ
Iran Flugzeugabsturz Ukraine International Airlines | Wrackteile bei Teheran
انځور: AFP/Irna/A. Tavakoli

د کاناډا لومړي وزیر جستن ترودو د پنجشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د کاناډا حکومت له مختلفو استخباراتي سرچینو څخه معلومات ترلاسه کړي دي چې ښيې د اوکراین مسافر وړونکي الوتکه احتمالا د ایران د توغندي برید په پایله کې رااچول شوې ده. خو ترودو دا هم ویلي دي چې دغه برید ښایي «غیر عمدي وي.»

د چهارشنبې په ورځ له پلازمېنې تهران څخه تر الوتنې څو دقیقې وروسته د اوکراین د نړیوال هوایي شرکت الوتکه راولوېده چې پکښې سپاره ټول ۱۷۶ کسانو مړه شول. په مړو شوو کسانو کې ۶۳ کاناډایي اتباع، ۸۲ ایرانیان، ۱۱ اوکرایني اتباع او څلور بریتانویان شامل ول.

امریکایي چارواکو د پنجشنبې په ورځ بیلا بیلو رسنیو او خبري آژانسونو ته ویلي دي چې دوي په دې باور دي چې د ایران يو توغندی په تیروتني سره پر الوتکه لگېدلې ده.

په سپينې ماڼۍ کې خبریالانو ته د خپلو څرګندونو په ترڅ کې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چې دی شکمن دی چې «یو چا ښایي تیروتنه کړي وي» خو په دې هکله یې له جزئیاتو ورکولو ډډه وکړه.

د ترودو او ترمپ د څرګندونو په تائید د بریتانيا لومړي وزیر بورس جانسن ویلي دي چې داسې معلومات شته چې دغه الوتکه دي ایراني توغندي رااچولې وي.

غیر منطقي «ګنګوسي»

رویټرز خبري آژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي دي چې امریکایي سټلایټونو له تهران څخه د دغه مسافر وړونکي بوینګ الوتکې تر الوتنې لږ وروسته له ځمکې څخه هوا ته توغیدونکي دوه توغندي کشف کړي دي. د دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی په خبره د دې په تعقیب په هغه سیمه کې چې الوتکې پکښې سفر کاوه چاودنه رامنځ ته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د ملکي هوایي چلن ادارې مشر علي عابد زاده ویلي دي چې دا «ناممکنه ده چې د اوکراین الوتکه دي په توغندي رااچول شوې وي.» د ایسنا خبري آژانس د هغه له قوله لیکلي دي «دغه ډول اوازې هیڅ معنی نه لري.»

دغه الوتکه څو ساعته وروسته له هغه راولویده چې ایران په عراق کې پر هغو پوځي اډو باندې د توغندیو بریدونه وکړل چې امریکایي عسکر پکښې مستقر دي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ وروسته له هغې ترینګلتیا زور اخیستی چې تیره اوونۍ متحده ایالاتو ایراني جنرال قاسم سلیماني په یوه برید کې وواژه.

تحقیقات ادامه لري

ایران د الوتکې د رالوېدو مسئولیت نه مني او وایې چې ښایي دغه الوتکې د تخنیکي ستونزې په پایله کې سقوط کړی وي. د امریکایي چارواکو له لوري دغه ارزونه په داسې یوه وخت کې څرګنده شوې چې تهران د الوتکې د رالویدو د پيښې په هکله لومړنی رپوټ خپور کړ. د دغه رپوټ له مخې پیلوټانو کومه مرسته نه وه غوښتې خو د الوتکې د رالویدو ترمخه یې هڅه کوله چې هغه بیرته هوایي ډګر ته راوګرځوي.

په دغه رپوټ کې دا هم راغلي دي چې د الوتکې دواړه بلیک باکس یا تور بکسونه چې د الوتکې د پرواز په هکله پکښې ټول معلومات خوندي وي، موندلي دي. ویل شوي دي چې بلیک باکسونو ته یو څه زیان رسیدلی دی.

پر دې سربیره د ایران د حکومت ویاند علي رابیعي د بوینګ الوتکو جوړونکي امریکایي شرکت ته بلنه ورکړې ده چې د تحقیقاتو په پروسه کې برخه واخلي. هغه هم دا تورونه رد کړي دي چې ګنې د توغندي د برید په پایله کې الوتکې سقوط کړی دی. هغه دغه ډول تورونه د ایران پر ضد د «رواني جګړې» په توګه یاد کړل.

په عین وخت کې اوکراین ویلي دي چې دوی په دې هڅه کې دي چې د الوتکې د رالویدو په هکله د توغندیز برید په شمول بیلا بیلې احتمالي سناریو ګانو وڅیړي. اوکراین د تحقیقاتو په برخه کې د مرستې په هکله د کارپوهانو یو ټیم هم د پنجشنبې په ورځ ایران ته استولی دی.

زموږ له آرشیف څخه: