1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا آلمان به تانزانيا ته لرغوني اثار بېرته وروسپاري؟

۱۳۹۷ دی ۹, یکشنبه

په آلمان کې د استعمار د وخت د اثارو په هکله بحثونه په شدت سره دوام لري. کوم اثار بايد بېرته ورکړل شي او که هغه بېرته ورکول کيږي، نو څنګه؟

https://p.dw.com/p/3AmOg
Skyline Dar es Salaam, Tansania
انځور: DW/Eric Boniphace

د ورېځو څخه يو دم د کيليمنجارو د غره په سمسورو لمنو کې اورښتونه په شدت سره وريږي. د تفتونو او لړو په څېر غبار د دغه غره څوکه پټوي. د افريقا تر ټولو لوړ غره لاندې د موشي په نوم يو کوچنی ښار پروت دی چې د استوګنې داسې ځايونه، مغازې او هوټلونه لري چې له خارج څخه ورته سيلانيان راځي. تقريبا ۱۳۰ کاله پخوا هر څه بل ډول ول. هغه مهال موشي د آلماني استعمارګرو پر ضد د مقاومت يو اصلي سنګر وو. دغه سيمه پخوا د آلمان ختيځه افريقا نومېده چې مشري يې د چاګا له قبيلې څخه يوه قومي مشر، مانګي مېلي کوله. په دې هکله د هغه لمسی وايي:
«په ۱۸۹۲ کال کې جرمنيانو غوښتل چې هغه دې ورته د خپل هېواد حکومتي واک وسپاري، ځکه چې د هغه پلار دوی ته ښه راغلاست ويلی و. خو هغه انکار وکړ چې له کبله يې د آلمانانو او د قومي مشر مېلي تر منځ جنګونه وشول.» 

د ايساريا مېلي په حواله چې د تانزانيا د مقاومت د وخت د ياد جنګيالي لمسی دی پاڅون تر هغه وخته پورې دوام وکړ څو چاګا قوم مات شي. د هغوی مشر مېلي په دار وځړول او سر يې له تن څخه پرې کړل شو:
«د مېلي او د هغه د پلويانو ککرې آلمان ته يوړل شوې، ځکه چې د آلمانانو سر په دې نه خلاصېده چې يوه يو دېرش کلن سړي څنګه په نېزونو او تورو وشو کولای چې نهه کاله د بمونو، ټوپکونو او تمانچو پر ضد جنګ وکړي. هغوی غوښتل چې ماغزه يې وڅېړي.»
د هغه وخت راهيسې د هغه سر ورک دی. د استعمار په وخت په زرګونو دغسې څيزونه آلمان ته راوړل شوي او د نژادونو په هکله د تحقيقاتو په اختيار کې ول. سربېره پر دې نور مهم اثار هم آلمان ته راوړل شول:
«د آلمانانو د استعمار پر وخت آلمان ته د نژادپوهنې او طبيعت پېژندنې په برخه کې بشپړ کلکسيونونه راوړل شول، لکه د دايناسور او انسانانو هډوکي. دا ډېرې پراخې مجموعې وې.»

دا هغسې مجموعې دي چې تر اوسه لا په آلمان کې دي. دغه خبره فلاور ماناسې مسويا کوي چې د تانزانيا د ملي موزيم سرپرسته ده او غواړي چې د خپل هيواد کلتوري او تاريخي ميراث وساتي او په خپل موزيم کې يې نندارې ته کښېږدي. هغه په دې هکله وايي:
«کله چې هنري اثار يا د نژادپوهنې مجموعې له دغه ځايه څخه چې خلک پرې ښه پوهېدلی او ښه يې درک کولای شي، بل ځای ته انتقال شي، نو هغه خپل ارزښت له لاسه ورکوي. له دې کبله بايد دغه اثار بېرته اصلي ځايونو ته ورکړل شي.»

يوازې دغه تانزانيايي سرپرسته نه ده چې داسې غوښتنې مطرح کوي. اتيوپيا هم غواړي چې انګلستان دې د هغوی ګران بيه لرغوني اثار بېرته ورکړي. د کانګو دموکراتيک جمهوريت بيا له بلجيم څخه د په زرګونو تاريخي اثارو بيا ستنېدل غوښتي دي. په تانزانيا کې هم تر دې دمه پورې ايساريا مېلي له ۴۰ کاله لټون وروسته هيله لري چې د هغه د نيکه سر يا ککره به بېرته وروسپارل شي. 

Mt Kilimanjaro Sunset
د کيليمنجارو غرانځور: CC BY mitchpa1984 2.0