آنتونيو گوترش د ملگرو ملتونو نوی عمومي منشي وټاکل سو
۱۳۹۵ مهر ۲۳, جمعهد بان کي مون د ځای ناستي په توگه د دغه ۶۷ کلن پرتگالي سياستوال ټاکل د ډيرو له پاره حيرانوونکې وه. ځينو هيله لرله چي د ملگرو ملتونو نوې مشره به له ختيځي اروپا څخه يوه ښځه وي.
د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د پنجشنبې په ورځ د پرتگال پخوانی لومړی وزير انتونيو گوترش، ددغه سازمان د نوی عمومي منشي په توگه وټاکه. خو ددغي اسامبلۍ د ۱۹۳ غړو رايي يوازي د امنيت شورا د انتخاب له پاره نمايشي وې.
د ملگرو ملتونو امنيت شورا د کډوالو په برخه کي ددغه سازمان دغه ستر کميسار (آنتونيو گوترش) د نوي عمومي منشي په توگه معرفي کړی وو.
د دغه سازمان په تقريباً ۷۰ کلن تاريخ کي تراوسه پوري داسي نه ده پېښه سوې چي عمومي اسامبلۍ دي د امنيت شورا انتخاب ته منفي رای ورکړي.
گوترش به د ۲۰۱۷م کال د جنوري مياشتي پر لومړۍ نېټه د بان کي مون ځای ناستی سي. هغه بايد تر ټولو دمخه د سوريې کورنۍ جگړه او په يمن او سوډان کي د شخړو ختمولو په برخه کي کار وکړي.
د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ رئيس پيتر تامسون، وويل: «زه ډاډه يم چي ښاغلی گوترش، به نړيوالي ټولني ته د يوې اخلاقي مرجعي په توگه خدمت وکړي او د خدمت په دوران کي به زموږ د وجدان او انسانيت ږغ وي.»
څارونکي، گوترش يو بشردوست او په عين حال کي رښتنی او د کار په لټه کي يو شخص گڼي. هغه د روان کال په لومړيو کي د پرتگال د جمهوري رياست له پاره د سوسياليست گوند له خوا له گانديدۍ څخه ډډه وکړه.