آن ډير لږ ستريس هم انسان ناروغه کوي
۱۳۹۷ مرداد ۸, دوشنبهدا چې انديښنې فکرونه او روحي فشار زموږ پر روغتيا ناوړه اغيزه درلودلای شي، په دې ټول پوهيږي. خو اوس په برېتانيا کې کارپوهانو د نويو څيړنو له لارې موندلې چې حتی ډيرکم روحي فشار هم د انسان د ناروغه کولو له پاره بسنه کوي.
څيړونکو د درو کالو په اوږدو کې تر ۱۶۰۰۰ زيات کسان معاينه کړي او د رواني فشار او د ناروغيو لکه شکر يا ديابت، آتروز او د زړه ناروغيو ترمنځ يې اړيکه څيړلې ده.
د دوی څیړنو ښوولې ده چې د فشار يا ستريس کچې د لوړيدو سره په پورته ذکر شويو ناروغيو د اخته کيدو خطر هم زياتيږي. آن هغه انسان چې «ډير کم» ستريس یا فشار سره مخامخ کيږي، د زړه او آتروز يا مفصلونو په ناروغتيو د اخته کيدو خطر یې ډير لوړيږي.
له همدې کبله فشار بايد جدي ونيول شي او د بيلا بيلو لارو لکه سپورت او يا يوگا له لارې د فشار د ټيټولو هڅه باید وشي او په دې توگه د رواني روغتيا له پاره زمينه برابره کړل شي.
دارچيني يا خوږ لرگی ـ طبيعې انتي بيوتک؟
د انتي بيوتک په مقابل کې د باکترياو د مقاومت زياتيدل يوه نړيواله ستونزه ده. څیړونکي هڅه کوي د دې د مخنيوي لارې چارې ولټوي او د انتي بيوتک بديل ومومي. اوس د استرليا د سوينبورن پوهنتون کارپوهان وايي چې دارچيني يا خوږ لرگی ښايي د انتي بيوتک بدل واوسي.
کارپوهانو د دارچيني د تيلو يو مهم جز سينامالدهيد، چې دارچيني ته ځانگړې مزه ورکوي، په هلکه څيړنه کړې. دوی غوښتل وپوهيږي چې آیا دغه مواد بيو فلم يا هغه قشرونه چې باکترياوې یې جوړوي له منځه وړلای شي او که نه؟ دغه جوړښتونه زياتره وخت د انتي بيوتک په مقابل کې مقاوم وي او د مکروبي ناروغيو د رامنځته کيدو سبب کيږي.
د څيړنو پايلو وښووله چې سينامالدهيد يو طبيعې انتي بيوتک دی، ځکه دغه مواد د څيړنو په ترڅ کې د باکترياو کابو ۷۵،۶ سلنه قشرونه له منځه وړي. دا مواد د باکترياو د خپريدو او د دوی له خوا د نويو قشرونو د رامنځته کيدو مخه هم نيسي.
آیا اليکترونيکي آلات ماشومانو ته زيان رسوي؟
کمپيوتر، ځيرک موبايلونه او تيبلت د دوو او شپږ کلنۍ ترمنځ ماشومانو کې د سختې بيش فعالۍ او تمرکز د کمښت لامل کيدلای شي.
دا د آلمان د لايبزيک پوهنتون د څيړونکو يوې ډلې موندلې ده. دوی څو کاله پرله پسې تر ۵۰۰ د زياتو ماشومانو په هلکه څيړنې کړي او دې نتيجې ته رسيدلې چې هغه ماشومان چې هره ورځ کمپيوتر او يا ځيرک تليفون کاروي د هغه ماشومانو په مقابل کې چې دا اليکترونيکي آلات نه کاروي، ډير بیش فعاله وي او په تمرکز کولو کې ستونزې لري. دا ماشومان د نورو هم سنه کوچنيانو سره هم زياتې ستونزې لري او نه شي کولای د هغوی سره بې جنجاله بازۍ وکړي.
کارپوهان توصيه کوی چې ماشومان بايد تر درې کلنۍ پوري له کمپيوتر او ځيرک تليفون سره هيڅ په تماس کې نه شي. همدا راز له دې ستر عمر لرونکي کوچنيان هم بايد په ورځ کې تر ۳۰ دقيقو زيات کمپيوتر او يا ځيرک تليفون سره په تماس کې نه شي.
دالونه مو شکر ټيټوي
هغه څوک چې د کچالو او وريجو پر ځای دال وکاروي، کولای شي د وينې شکره یې ډيره زياته کمه شي. دا د کاناډا د څيړونکو له خوا ويل شوي. که سړی په خپلو خوړو کې د وريجو اندازه نيمه کړي نو شکر یې کابو ۲۰ سلنه او که د کچالو خوراک نيمايي کړي نو شکر یې حتی ۳۵ سلنه راټيټېږي.
دالونه او نور حبوبات له نشاسته لرونکو خوړو څخه وينې ته د شکر د جذبيدو پروسه ورو کوي. له دې امله په وينه کې د بورې کچه راټيټېږي. سربيره پر دې د دالو ځينې اجزا د هغو انزايمونو مخه هم نيسي چې د بورې د جذبولو له پاره اړین وي.
Larissa Warneck (B.S/ N.Z)
زموږ له آرشيف څخه: