آلمانۍ محکمې یو کس ته د اور اچولو په تور مهاجرین مجرم وګڼل
۱۳۹۶ خرداد ۲۳, سهشنبهمحکمې د دې پیښې اصلي مجرم ۲۱ کلن نور ن. چې د آلمان د شخصي معلوماتو د خوندیتوب د قانون له امله یې بشپړ نوم له رسنیو سره نه دی شریک شوی، په دوه کاله او نهه میاشتو بند محکوم کړ. محکمې نوموړی کس د فزیکي زیان د هڅې د جرم پر بنسټ محکمه کړ.
نوموړي کس د آلمان د پلازمینې برلین په کرویتس برګ سیمه کې په یوه چوکۍ باندې ویده شوي یوه بې کوره پولنډي کس ته څیرمه د کاغذ یوې ټوټې ته اور ورته کړ.
د پیښې سیمې ته څیرمه پیاده تلونکو کسانو د اور په لیدو سمدلاسه اور مړ کړ او دې بې کوره کس ته د زیان رسیدو مخنیوی یې وکړ. په سیمه کې دنصب شوو کامرو په فلم کې لیدل کيږي چې دغه ځوانان کاغذ ته تر اور اچولو روسته په خندا له سیمې تښتي او یوه ریل ته ځانونه رسوي.
څارنوالانو په دې پیښه کې د ښکیلو کسانو له پاره د وژنې د هڅې د جرم په توګه د شدیدې سزا غوښتنه کړې. په دې پیښه کې درې کسان نور هم چې عمرونه یې د ۱۷ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي مجرم ګڼل شوي او د محکمې لخوا په اتو میاشتو حبس تعلیقي محکوم شوي.
په یاده پیښه کې دوه کسان نور چې عمرونه یې د ۱۶ او ۱۹ کلونو ترمنځ وو، د بند په داسې موده محکوم شول چې دوی له وړاندې نه دغه موده د پولیسو په توقیف کې تیره کړې. دوی یوه بې کوره کس ته د مرستې د نه وړاندې کولو په جرم مجرم ګڼل شوي.