1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانۍ امنيتي ادارې د «رايشس بيورګر» ډله خطرناکه ارزولې

۱۳۹۷ مرداد ۲, سه‌شنبه

د آلمان د اساسي قانون د ساتنې د ادارې کلنی راپور پس له ځنډه معرفي کيږي. په دغه راپور کي د «رايشس بيورګر» په نوم ډلې فعاليتونه د اندېښنې وړ بلل سوي دي.

https://p.dw.com/p/320nM
Symbolbild Reichsbürger
انځور: picture-alliance/chromorange/C. Ohde

په آلمان کي دوې ډلې سته چي يوه يې ځان ته رايش بيورګر (Reichsbürger) او به بله يې ځان ته د زېبلسبت فروالټر (Selbstverwalter) خطاب کوي. د رايشس بيورګر لفظي معنی د رايش تابعيت لرونکي دي. دا په داسي حال کي چي رايش د آلمان پخوانی نوم دی. د زېبلسبت فروالټر لفظي معنی بيا د ځان د خپله اداره کوونکو ده.

د آلمان د اساسي قانون د حفاظت د ادارې په وروستي راپور کي راغلي چي د يادو دواړو ډلو د غړو په شمېر کي زياتوالی راغلی دی. د دغه راپور له مخي په ۲۰۱۷ کال د يادو ډلو د غړو شمېر ۱۶۵۰۰ وو. حال دا چي په ۲۰۱۶ کال دغه شمېر ۱۲۸۰۰ وو. د راپور له مخي له ياد شمېر کسانو څخه ۹۰۰ کسان يې ښې اړخي دي. په ۲۰۱۶ کال د دغو ښې اړخو شمېر ۸۰۰ وو.

دغه راپور چي د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر، او د اساسي قانون د حفاظت د ادارې (Verfassungsschutz) رئيس، هانس ګيورګ ماسن، معرفي کړ په اصل کي له څو اونيو راهيسي چمتو پروت وو. دا چي د دغه راپور په معرفي کولو او خپرولو کي ځنډ راغلی، وجه يې د مهاجرت د موضوع پر سره د آلمان په حکومت کي د لانجې اوږدېدل ياد سوي دي.

اسلامستي ګواښ جوړونکي

د دغه راپور له مخي په آلمان کي ۷۷۰ داسي کسان سته چي د اسلامستي ګواښ جوړونکو بلل کیږي. د ټولو دغو کسانو څارنه د آلمان د امنيتي ادارو له پاره يوه لويه ننګونه ده. له همدې کبله د آلمان د نارد راين وېستفالن ايالت فدرالي جنايي اداره د راتلونکي کال په سر کي نوي تنظيمات تر لاسه کوي. د دغو له مخي به د ترهګرۍ ضد ځانګړې څانګه رامنځ ته سي. دغه څانګه به د نارد راين وېستفالن په فدرالي ايالت کي د اسلامستانو د فعاليتونو څارنه کوي.

په راپور کي راغلي چي د رايشس بيورګر او زېبلست فروالتر د غړو درې پر څلورمه برخه نارينه او له ۴۰ کالونو څخه زيات عمر لرونکي دي. زيات دغه کسان ادعا کوي چي د آلمان پولې هغه دي چي په ۱۹۳۷ کال کي وې. دغه دواړې ډلې د آلمان فدرالي دولت په رسميت نه پېژني او د هغه قوانين هم نه مني. دغه کسان زيات وختونه ماليې او جرمانې هم نه ادا کوي. له همدې کبله اړونده امنيتي ادارو دغه ډلې «دولت دښمن او توندلاري» درجه بندي کړي دي.

وسله وال توب

د آلمان د کورنيو استخباراتو د راپورونو له مخي يادي دواړي ډلې په لوړه اندازه وسله وال تمايل هم لري. په راپور کي راغلې چي هغوی د توندو خبرو تر څنګ وسلو ته هم زياته لېوالتيا ښيي. د راپور له مخي د يادو دوو ډلو يو شمېر غړي دې ته چمتو هم دي چي د خپلو نظرياتو د پلي کولو له پاره وسله په کار واچوي.