1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلمانی کارپوه: کرونا ښايي د هميشه له پاره پاته سي

۱۳۹۹ شهریور ۹, یکشنبه

يو شمېر انسانان له کويد ۱۹ څخه له رغېدو وروسته بيا په کرونا اخته سوي دي. دا به پر واکسين موندنه څه اغيز ولري؟ آلماني کارپوه ورباندي خپل نظر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3hl51
Symbolbild Pandemie Coronavirus
انځور: picture-alliance/Fotostand/Schmitt

د آلمان (WDR) او (NDR) خبريال مارکوس ګريل د کرونا ويروس په تړاو د آلمان له نامتو ويروسپوه رالف بارتنشلاګر سره خبري کړي او د دويم ځل له پاره په کرونا د اخته کېدو په تړاو يې پلټني کړي دي. پر اې آر دي رسنۍ د مارکوس ګريل په راپور کي پر دې بحث سوی چي د دويم ځل له پاره په کرونا د اخته کېدنو د پيښو د تثبيت وروسته به دغه حقايق د کرونا ضد واکسين پر تلاښ څه اغيز وکړي.

د اونۍ د پېل يو تود خبر دا ؤ چي يو ۳۳ کلن د هانګ کانګ وګړی د اګست مياشتي په نيمايي کي په هسپانيه کي د استراحت وروسته خپل هيواد ته ستون سوی ؤ. په هوايي ډګر کي د دغه کس طبي معاينې ښودلې وه چي دغه کس په سارس کويد ۲  يا کرونا ويروس اخته دی. په دې کي د حيرانتيا خبره دا وه، چي دغه کس د مارچ په مياشت کي هم په کرونا اخته سوی او بيا ورڅخه رغېدلی ؤ. د دغې پيښي په تړاو لا له هانګ کانګ څخه بشپړه تفصيلي معلومات نه دي خپاره سوي.

«دويم ځل ابتلا د حيرانېدو وړ نه ده»

رالف بارتنشلاګر د آلمان د هايدلبېرګ پوهنتون د ماليکيولار ويرولوژۍ د څانګي او په همدې توګه د ويرولوژۍ له پاره د آلمانۍ ټولنې رئيس دی. هغه وايي چي په دويم ځل په کرونا د مبتلا کېدو خبر ورته د حيرانېدو وړ نه دی. د نوموړي په وينا دا تر مخه لا څرګنده سوې وه چي په کرونا مبتلا سوي او رغېدلي کسان بيا بيا په کرونا اخته سوي دي.

د امسترادام پوهنتون څېړونکو د خپلې يوې څېړني هغه پايلي خپرې کړي چي په اوږده موده کي پرله پسې معاينه سوي کسان اوسطا ۱۳ ځله په کرونا اخته سوي ول. له دوی څخه يو کس حتی ۲۲ ځله د ديرشو کالو په اوږدو کي په يو ډول کرونا ويروس اخته سوی ؤ. کرونا د يو شمېر ورته ويروسونو د کورنۍ نوم دی چي پکښي د کويد ۱۹ مرض رامنځ ته کوونکې نوې بڼه يې د ۲۰۱۹ کال په پای کي په چين کي راڅرګنده سوه او ورته د سارس کويد ۲ نوم ورکول سو.

د سارس کويد ۲ ويروس په هکله هم کارپوهانو تائيد کړې ده چي په دغه ويروس د ابتلا او رغېدو څخه صرف څو مياشتي وروسته لا د مبتلا سوي کس له بدن څخه اړونده انتي بادي کميږي. انتي بادي د بدن د دفاعي نظام هغه دفاعي مواد دي چي په يوه ناروغۍ د مبتلا کېدو وروسته د دغې ناروغۍ د بيا پېژندنې او ورسره مؤثره مبارزې له پاره جوړيږي.

«دغه ويروس به دايمي پاته سي»

رالف بارتنشلاګر وايي چي په دې نظر دی چي د سارس کويد ۲ دغه ويروس به په لوی احتمال په دايمي توګه په ټولنه کي پاته سي. نوموړي دا څرګندونې د اې آر دي رسنۍ د تاګس شاو خپرونې سره په مرکه کي کړي دي. د هغه په وينا «البته دا نه بايد چي د يو بېروونکي خبر په توګه تعبير سي.» د دغه کارپوه په وينا که څه چي د نوي ابتلا څخه د انسان بدن خوندي نه وي، خو د مبتلا کېدو وروسته به بيا هم د بدن د دفاعي سيسټم جواب هغه ته ورته وي لکه د يو خوندي يا ايمون بدن چي وي. د هغه په وينا له دې کبله به بدن ډېر ژر د ويروس پېژندنه وکړلای سي او په دې توګه به په لوی احتمال جدي عواقب نه رامنځ ته کيږي.

هغه ۳۳ کلن کس چي په هانګ کانګ کي پر هوايي ډګر په کرونا مثبت تېست سوی ؤ، هغه هم د متبلا کېدو هيڅ علايم نه درلودل. 

خو دغه موضوع لا تر اوسه په دقيقه توګه نه ده روښانه سوې چي ايا د بيا بيا ابتلا پايلي به څه وي. په دې تړاو د روغتيا نړيوال سازمان هم تر اوسه رسمي دريځ نه دی څرګند کړی. 

د بارتنشلاګر په وينا د بيا بيا متبلا کېدو موضوع دا معنی هم لري چي هغه کرونا ضد واکسين چي ورباندي لا کار روان دی، د کرونا پر ضد به بشپړه تحفظ رامنځته نه کړلای سي او په دې توګه به د واکسين لګولو باوجوده انسانان په کرونا اخته کيږي. خو البته علايم او د ناروغۍ جريان به يې په لوی احتمال سخت او جدي نه وي.

منبع: اې آر دي، تاګس شاو، د ۲۰۲۰ کال د اګست ۲۹مه

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(05.04.2020):