آلمانی وزير: د ايران په لانجه کي دپلوماسۍ ته هيله پيدا سوې
۱۳۹۸ دی ۱۸, چهارشنبهد آلمان د سوسيال دموکرات ګوند سياستوال او د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د ايران په لانجه کي د آرامۍ نوي هيلي ويني. نوموړي د چهارشنبې په ماښام (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۸مه) د آلماني تلويزيوني کانال (ARD) سره په يوه مرکه کي وويل چي د دونلد ترمپ د وينا وروسته هيلي پيدا سوي چي د لانجې دپلوماتيک حل ته دروازه پرانستل سي.
د آلماني وزير په وينا داسي بريښي چي د امريکا متحده ايالات غواړي چي د ايران سره د اتومي تړون په هکله خبري وکړي. هغه زياته کړه چي آلمان، فرانسه او د ياد تړون لاسليک کوونکي نور اړخونه هم بايد په دې اړه خبري اتري وکړي او دغې لانجې ته د حل موندلو کوښښ وکړي.
ماس وويل: «په سوريه، يمن او سیمه کي د ايران رول هغه موضوع ده چي زموږ له پاره د منلو وړ نه دی او موږ دغه موضوع هميشه مطرح کړې ده.» ماس د ترمپ وينا ته په اشاره سره وويل چي دا چي اوس دې ته چمتو والی ښودل سوی چي دغه موضوعات د دپلوماسۍ پر مېز تر بحث لاندي ونيول سي نو دا يوه ښه نخښه ده. ماس وويل چي ټول هغه اړخونه چي په دې کي رول لري بايد برخه واخلي.
د آلماني وزير په وينا په عراق کي د بهرنيو ځواکونو د ماموريت او هلته د پاته کېدو يا نه پاته کېدو موضوع بايد د داعش ضد ټولو ټلوالو تر منځ په عمومي توګه تر بحث لاندي ونيول سي. د هغه په وينا په دې ترڅ کي نه بايد چي يو هيواد پرېکړه وکړي بلکه بايد په همږغي تفاهم ته سره ورسيږي.