1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی تاریخ پوه: که اسلام نه وای، نننۍ پوهه به نه وای

۱۳۹۷ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې په اروپا کې د اسلام ویره پر پراخیدو ده، آلمانی تاریخ پوه برند روک بیا اسلام ته له بل نظره ګوري. هغه په دې باور دی چې د مسیحیت او یهودیت په څیر اسلام په آلمان او اروپا پوري اړه لري.

https://p.dw.com/p/34GJA
Historiker Bernd Roeck
انځور: picture alliance/Jan Haas

د سویس په زوریخ ښار کې آلمانی تاریخ پوه او د پوهنتون استاد برند روک، په اسلام کې د چټکو اصلاحاتو په هکله شک لري. هغه د سویس په زوریخ ښار کې له «کې. ان. اې» خبري آژانس سره په یوه مرکه کې چې د کاتولیکي کلیسا اړوند دی، ویلي دي چې په اسلام کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کولو په برخه کې اصلي ستونزه دا ده چې دغه دین داسې یوه باصلاحیته او واحده تعلیمي مرجع نه لري چې وکولی شي تغیر راولي.

په عین وخت کې هغه اروپايي هیوادونه هڅوي چې د مسلمانانو پر مخ خپلې دروازې پرانیزي. د هغه په خبره د تاریخ په اوږدو کې اروپا تل د مسلمانانو له متنوع افکارو ګټه اخيتسې ده. په دې هکله له نوموړي سره د مرکې بشپړ جزئیات دلته لوستلی شئ:

آژانس: ښاغلی پروفیسور روک، د تیلو زاراسین په نامه پخواني آلماني سیاستوال او لیکوال په خپل تازه کتاب کې د اسلام د فرهنګي شاته پاتېدو او کمزوریو په هکله خبرې کړي. تاسې د هغه د څرګندونو په هکله څه نظر لرئ؟

برند روک: له اتمې پیړۍ څخه نیولې تر ۱۲ پیړۍ پورې اسلامي نړۍ د لاتيني اروپا په پرتله ډیره برتري لرله. عرب مسلمانانو د افلاطون او ارسطو لیکنې تر اروپا پورې ورسولې. ابو علي سینا بیا د طبابت نړۍ په بې سارې توګه بشپړه کړه. د اسپانیا له اندلس څخه محمد بن رشد «وتلی عرب فیلسوف» بیا د ارسطو د هر اثر په هکله توضحیات لیکلي دي. د رنسانس د عصر د اوج په وختونو کې یعنې په ۱۵۱۰م کال کې د وتلي ایټالوي نقاش په لاس جوړ شوی د محمد بن رشد یو انځور د «آتن د مکتب» تر عنوان لاندې د واتیکان پر دیوالونو او چت باندې د تل له پاره پاتې شوی دی. دا په خپله د دې ښکارندويي کوي چې د مسیحیت نړۍ تر کومې اندازې پورې محمد بن رشد ته ارزښت ورکړی دی.

آژانس:  زیاتره وخت داسې استدلال کیږي چې عربو یوازې له هند او یونان څخه دغه راز علم او پوهه [اروپا] ته انتقال کړې ده؟

برند روک: دغه راز ادعاوې اساس نه لري. عربانو فلسفه، طب، د نجوم علم «ستوري پیژندنه»، ریاضیات او د وړانګو فزیک ته تل په سیستمایتک ډول انکشاف ورکړی دی. دغه موارد په ځانګړې توګه په بغداد یا د اسپانیا په جنوب کې د پوهې او علم د مرکزونو په برخه کې ډیر صدق کوي. په دې مرکزونو کې کتابتونونه په مسیحي اروپا کې کلیساګانو د کتابتونو په پرتله څو برابره ستر وو. که چیرته اسلام نه وی، هیڅ پوهنتون، د منځینۍ پیړۍ د زده کړو هیڅ کړنلاره او همدا راز د نن ورځې په څیر هیڅ راز علم او پوهه به موجوده نه وه.

د ابوعلي سينا بلخي خيالي انځور. هغه په د لسمي ميلادي پيړۍ طبيب، منجم، رياضي پوه، فزيک پوه، کيميا پوه، شاعر او فيلسوف بلل کېدی.
د ابوعلي سينا بلخي خيالي انځور. هغه په د لسمي ميلادي پيړۍ طبيب، منجم، رياضي پوه، فزيک پوه، کيميا پوه، شاعر او فيلسوف بلل کېدی.انځور: picture-alliance/dpa/Courtesy Everett Collection

آژانس:  نو بیا ولې دغه راز یو پرمختګ په ناڅاپه ډول متوقف شو؟

برند روک: له کلونو راهیسې عالمان په دې برخه کې بحث او پوښتنې کوي. یو له عواملو څخه چې په دې برخه کې یې نقش لوبولی هغه دا دی چې د اسپانیا په جنوب د اندلس په ښار او همدا راز په بین النهرین کې روحاني (اسلامي) مرکزونه د اندلس د بیرته نیولو او د مغولو د یرغل پرمهال ویجاړ شول. له هغه وروسته مسلمانانو بیا د دې وړتیا پیدا نه کړه چې خپل علمي سیستم ته انکشاف او پراختیا ورکړي.

آژانس:  آیا مذهبي سخت ګیري د دوی [اسلام] د نه وړتیا سبب ګرځیدلې؟

برند روک: په دې برخه کې دین پخپله مستقیم نقش نه لري. په انجیل کې هم د نابودۍ او پاکوالي په هکله ځینې [فانتیزیان] خیالونه موجد دي چې د انتقاد کوونکو له فکرونو سره وخت نا وخت په ټکر کې وي. له نورو ډیر مهمه دا ده چې دغه راز متنونه د چا په لاس کې دي او دا چې دوی په ورځني ژوند کې څه قدرت په لاس کې لري.

آژانس:  له دې خبرې مو هدف څه دی؟

برند روک: په مسیحي اروپا کې د منځنۍ پیړې را پدیخوا د دین مخالف ځواکونه او قوتونه غښتلي کیږي. په دې ترڅ کې دولتونه او کلیساګانې جلا شوې، عالمانو خپلو نظریاتو ته انکشاف ورکړی او همدا راز په خپله په مسیحیت کې هم په بشپړه توګه متفاوت فکرونه او جریانونه موجود ول. خو په اسلامي نړۍ کې بیا د دې څه برعکس سیاسي قدرت او دین په خپلو کې ډیر نږدې پاته شوي دي. ځواکمنو کسانو له څیړنو او له عامه مفکورو ملاتړ و نه کړ او حتی په ځینو مواردو کې د هغوی خنډ شول. په ځینو مواردو کې ان د قرآن شریف چاپ منع ګرځول شوی وو.

آژانس: په اروپا کې هم ځینې علمي برخې منع کړل شوې وې...

برند روک: خو بیا له دې ستونزې د وتلو له پاره ګڼ شمیر لارې موجود وې. د مثال په ډول کله به چې یو نقاش یا عالم په یوه ښار کې له ګواښ سره مخ کیدی، د دې امکان یې درلود چې بل ښار ته ولاړ شي او هلته میشت شي. ایټالیا ته وګورئ، د روم، فلورنس، میلان او داسې نورو ښارونو ته وګورئ. یوازې د دې ښارونو ترمنځ رقابت د دې له پاره کافي وو چې تر دغې اندازې پورې تنوع پکې رامنځ ته شي. په دې ښارونو کې مدني ټولنې او همدا راز د علم او پوهې بیلابیلې فرهنګې ټولنې رامنځ ته شوې، چې له نورو یې ډیر نړۍ ته لارې پرانيستلې.

آژانس: ستاسې له نظره، آیا اسلام به وکولی شي چې پخوانیو ابعادو ته بیرته ور وګرځي؟ په دې برخه کې باید څه کارونه وشي؟

برند روک: زه په دې برخه کې ډیر شک لرم. لاتیني اروپا دغه راز یوه هدف ته د رسیدو له پاره د پیړیو وخت ته اړتیا درلوده. دغه راز هدف ته رسیدل ډیري قربانۍ هم له ځانه سره درلودې. په دې برخه کې د تیرو ۳۰ کلونو جګړو ته کتنه کفایت کوي، داسې یوه جګړه چې په پایله کې یې سیکولریزم رامنځ ته شو او دین مهار شو. خو په دې برخه کې د کاتولیکي کلیساګانو په نسبت اسلام په بشپړه توګه بل ډول جوړښت لري. په اسلام کې هیڅ یوه داسې با صلاحیته واحده مرجع او تعلیمي مرکز وجود نه لري چې په دین کې تغیر او اصلاحات راولي. هر دیني امام په خپله د تدریس صلاحیت لري. له همدې کبله په اسلامي جوړښت کې تغیر راوستل، یو ډیر ستونزمن کار دی.

آژانس: زاراسین په خپل کتاب کې د مسلمانانو په لاس د اروپا د نیولو په برخه کې له دښمنۍ ډک یوه ګواښ خبره کوي. په دې ترتیب سره داسې یوې ویرې ته اشاره کیږي چې پخوا په دې سیمه کې موجوده وه...

برند روک: پر اروپا باندې د ترکیې «عثماني خلافت» یرغل واقعاً هم خپل اغیز پرې ایښی دی. دا ځکه چې په ۱۶۸۳م کال کې ترکان د ویانا تر دروازو رارسیدلې ول. خو دلته باید د دې یادونه وکړو چې هغه وخت مسئله یوازې د دین ترویج نه وه، بلکي مسئله د ترکانو د ستر او عظیم قدرت سیاست وه. په جبهو کې تل دین او مذهب ټاکونکی رول او نقش نه دی لوبولی له همدې کبله مسیحي قدرتونو په عمومي توګه د خپلو رقیبانو د ځپلو له پاره له ترکانو سره مرسته کوله.

آژانس: خو د ګواښ دغه سناریو ولې تر نن ورځې پوري د استفادې وړ ده؟؛ ولې زاراسین کولی شي له دغه راز یوې سناریو سره لوبې وکړي؟

برند روک: زما له نظره دا په دې پورې اړه لري چې موږ په داسې یوه عصر او زمانه کې ژوند کوو چې پکې ستر آرمانونه او سترې مفکورې وجود نه لري. نن ورځ ډیر انسانان د وضاحت او د ښکاره وابستګیو او تکیو په برخه کې د لا ډیر وضاحت غوښتونکي دي. نن ورځ مذهبي هویتونو مفهوم له لاسه ورکړی، نور له کپیتلیزم «سرمایه داري نظام» او کمونیزم وسیلې نه ګرځول کیږي او له اوږدې مودې راهیسې عوامپالنې هم ملاتړ نه درلود. په دې ترڅ کې اروپا یوه سازش ته درسیدو له پاره د خپلو ډيرو اوسیدونکو له پاره د کاغذپرانۍ «بیوروکراسۍ» او د ستړي کوونکو مذاکراتو په یوه سمبول بدله شوې ده. په دغه راز شرایطو کې دا امکان لري چې له اسلام څخه له دښمنۍ ډکې د یوې وسیلې په توګه کار واخیستل شي.

آژانس: په دې هکله تر اوسه پورې ډیر بحثونه شوي دي: آیا اسلام په اروپا او آلمان پورې اړه لري؟

برند روک: طبعاً. اسلام د یهودیت او بودیزم په څیر په آلمان او اروپا پوررې اړه لري. اروپا تل د اسلام له نوښت د ډکو مفکورو ګټه پورته کړې او له هغوی سره یې نوي جریانات او نوی علم ګډ او مدغم کړی دی. سربیره پر دې مسئله د اسلام د دین پر سر نه ده، بلکي په دې برخه کې داسې ډلې دي چې په بحث کې دخیلي دي. زموږ په هیواد کې اکثریت میشت مسلمانان، معمولي او بې غرضه انسانان دي او موږ کولی شو د هغوی د ژوند له تجربو او د هغوی له ارزښتونو ډیره ګټه واخلو.

K.H/N.Z)KNA)